د لاس رسي وړ اتصالات

ملگري ملتونه: له اسد مخکې شفاف انتخابات ناممکن


د ملگرو ملتونو د امنیت د ساتنې د ماموریت مشر د دوشنبې په ورځ وویل، په افغانستان کې د اسد له میاشتې مخکې، آزاد او شفاف انتخابات تقریبا ناممکن ښکاري.

د سوله ساتنې په چارو کې د ملگرو ملتونو د سرمنشي د مرستیال، الاین لي رای نه مخکې، ناټو، متحده ایالاتو او د افغانستان د حکومت مخالفو گوندو په دې اړه اندېښنه ښودلې ده.

جمهور رئیس حامد کرزي د شنبې په ورځ د یوه فرمان په ترڅ کې د ملک د انتخاباتو کمیسیون ته امر وکړ چې د انتخاباتو نیټه له اسد څخه ثور ته راوړاندې کړي.

الاین لي رای وايي، د ملگرو ملتونو په نظر، د افغانستان د انتخاباتو لپاره تر ټولو غوره وخت د راتلونکي کال د اسد ٢٩مه ده چې د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمیسیون ټاکلې ده.

هغه وویل، دا به ډیر مشکله وي چې د ثور تر میاشتې پورې ټولو سیمو ته د رایو صندوقونه او نور د ضرورت وړ مواد ورسول شي.

ښاغلي رای بله مهمه ستونزه، لوجستیکي آسانتیاوې، امنیت تامینول او ضرورت وړ مالي مرستې تر لاسه کول وگڼل.

په واشنگټن کې د سپینې ماڼۍ ویاند براین وایټمن وویل، وروسته له هغه چې په آینده څو میاشتو کې افغانستان ته اضافي امریکايي قواوې ورسیږي، دوی کولای شي خپله همکاري زیاته کړي.

د ناټو یوه ویاند، جیمز آپاتورای بیا ویلي دي، که انتخابات په اسد کې وشي نو د ناټو غړي هیوادونه به وکولای شي چې د امنیت په برخه کې کافي مرسته وکړي.

XS
SM
MD
LG