پاکستاني پولیسو د سریلانکا د کریکیټ د لوبي په ورزشکارانو باندي د سه شنبې د ورځي په حمله کی چی د لاهور په ښار کی یې وکړه د تروریستانو رسمونه خپاره کړي دي.
پولیس وایی چی په دې رسمونو کی څلور تنه چی عمرونه یې د ٢٠ او ٣٠ کالو تر منځ دي، ښودل شوي دي.
له بلي خوا د پاکستان تلویزیوني سټېشنونو نن د پنجشنبې په ورځ هغه ویډیو خپره کړې چی په کی ښودل شوي دي چی وسله وال سړي د حملې نه وروسته په آرام زړه د صحنې نه وځي. ټول حمله کونکي وتښتیدل.
پاکستاني پولیسو د تقریبا ٥٠ تنو نه تحقیقات کړي دي، مگر تر اوسه هیڅوک ددغي تروریستي حملې په تور چی اته تنه په کی ووژل سول، نه دی ملزم سوی.
د کریکیټ د لوبي څو ورزشکاران د پاکستان د حکومت د قابلیت په باب پوښتني کوي چی ولی یې امنیت برابر نه کړای شوچی ددې تروریستي حملې مخه ونیسی.