د افغانستان جمهور رېس، حامد کرزي د ایکو غونډی ته وینا وکړه. ښاغلي کرزي ووېل چه دمخدره موادو قاچاق او تجارت د افغانستان اقتصادی پراختېا تباه کوی.
هغه د اېکو دسازمان دمشرانو نه وغوښتل چه د افغانستان سره دې مرسته وکړی چه په شرېکه د مخدره موادو د تولېد او قاچاق په خلاف مبارزه وکړی.
د اېکو په سازمان کی، افغانستان، ترکېه، پاکستان، ازرباېجان، قرغزستان، قزاقستان، تاجکستان، ترکمنستان او ازبکستان غړېتوب لری خو سورېه او عراق هم په کې د څارونکو په توگه شامل شوی دی.
په افغانستان کی د ملگرو ملتونو خاص استازی کاېې اېډی هم په دې غونډه کی گډون کړی دی.
د عراق جمهور رېس جلال طلبانی او دسورېې دجمهور رېس مرستېال، فاروق الشره هم په غونډه کی برخه اخلی.
د اېران مطبوعاتو نن راپور ورکړ چه جمهور رېس احمدی نژاد او د ازرباېجان جمهور رېس الهام علېوف نن په خپل منځ کی د تجارتی څو موافقې لاس لېک کړی.