د لاس رسي وړ اتصالات

کرزی: افغانستان به هېڅکله هم ېو لاسپوڅی هېواد نه وي


د ېو اېس اې ټوډی ورځپاڼه لېکی چې ښاغلی کرزی ووېل: افغانستان به هېڅکله هم ېو لاسپوڅی هېوادونه اوسی.

د ېواېس اې ټوډی، ورځپاڼه لېکی چې ښاغلی کرزی د اگست په مېاشت کې له بېا انتخابېدو سره مخامخ دی. په داسی حال کې چې دا هېواد د طالبانو د په شدېد بغاوت کې نښتی دی او د هغه د حکومت پراجرااتو باندی د امرېکا جمهور رئېس براک اوباما او د نوروغربی هېوادونو په پاېتختونو کې د بی کفاېتی او اداری فساد انتقادونه کېږی.

ورځپاڼه لېکی اوس چې امرېکا د عراق له جنگ نه د افغانستان جنگ ته خپله توجه اړوی، براک اوباما امر کړېدی چې د امرېکا په ستراتېژی باندی په دې سېمه کې له سره کتنه اوغور وشی.

ددغې نوی کتنی نتېجی به ددې مېاشتی په اخر کې را ښکاره شی.

په افغانستان کې د امنېتی حآلاتو د خرابېدو په مقابل کې، براک اوباما امرکړې دی چې دهېواد په جنوب کې په زرها و نور عسکر واچول شی.

د افغانستان جنوب د طالبانو پوخ مورچل گڼل کېږی. د امرېکا نوی اداری د ناټو غړي هېوادونه هم دېته هڅولی دی چی په دې برخه کې نور گامونه هم اوچت کړی.

ورځپاڼه د ښاغلی کرزی له قوله لېکی چې هغه ووېل دی د امرېکا او نړېوالی ټولنی دهغو کارونو قدر کوی چې تر اوسه ېې د ترهگری خلاف جگړه کې او د افغانستان د بېاودانولو لپاره کړېدی.

ښاغلی کرزی ووېل چې ېو شمېر کسان په نړېواله ټولنه کې دا وړاندېز ونه کوی چی د مرکزی حکومت قدرت دی کمزوری کړی شی، خو هغه داونه وېل چې ددغی نظرېې ترشا څوک ولاړ دی. مگر داېې ووېل چې داددوی کار ندی.

د افغانستان جمهور رئېس حامد کرزی زېاته کړه چې د حکومت کولو مسله او دېوه داسی مېکانېزم منځته راوستل چې ښه حکومتداری منځته راولی، دا د افغانستان د خلکو کار دی.

ښاغلی کرزی ووېل چې نړېواله ټولنه ېوازې د افغانستان د خلکو په ملاتړ باندی خپل کارونه کولی شی. افغانستان ته باېد درناوی او احترام وسی او موږ هم دخپلو انډېوالانو درناوی او قدردانی کوو.

افغانستان اوس دخپلې خاوری څښتن دی اوهېڅوک زموږ په هېواد کې گډوډی نسی راوستلی او نه ېې خرابولی سی.

د ېواېس اې ټوډی ورځپاڼی دسه شنبی دورځی بله مقاله لېکی چې په امرېکا کې د افغانستان د جنگ په برخه کې د خلکو د ملاتړ فېصدی ډېره کمزوری شوېده.

په داسی حال کې چې دامرېکا پر عسکرو او ددوی پر انډېوالانو باندی حملی په بې سابقی ډول زېاتی شوېدی او قوماندانان خواست کوی چې نوره عسکری قوه دی هم ور ولېږل شی.

د ېواېس اې ټوډی ورځپاْڼی دا خبری د گالپ موسسی د عامه نظرېاتو د معلومولو پربنا باندی کړېدی. په دغه سروې کې وېل کېږی چې په ځواب ورکوونکېو کې ۴٢ فېصده کسانو ووېل چې امرېکا افغانستان ته د عسکرو په لېږلو کې اشتباه وکړله.

دا فېصدی اوس لوړه شوېده ځکه چې د فبروری په مېاشت کې ٣٠ فېصدو خلکو همدانظر درلود.

ورځپاڼه لېکی چې دگالپ موسسی دغه راز سروی گانی د ٢٠٠١ کال دنومبر دمېاشتی راهېسی تراوسه پورې کړېدی. خو له هماغه وخت راهېسی تراوسه پورې دا ترټولو لوړه فېصدی ده. د گالپ اوله سروې د ٢٠٠١د نومبرپه مېاشت کې د طالبانو د رژېم له سقوط نه ېوه مېاشت وروسته شوې وه.

د طالبانو رژېم القاعده ته چې امرېکا ېې د ٢٠٠١ کال د سېپتمبر د مېاشتیی ېوولسمی نېټو دترورېستی حملو مسووله بولی؛ پناه ورکړی وه.

د ٢٠٠٢ کال په جنوری کې ېوازې شپږ فېصدو ځواب ورکوونکېو جنگ ېوه اشتباه بلله. هغو کسانو چې وېل داجگړه ښه روانه ده دهغو شمېر په تازه سروی گانو کې ٣٨ فېصدو ته راکوز شوېدی. ورځپاڼه لېکی د ٢٠٠٦ کال، د سپېتمبر د مېاشتی راهېسی چې دا پوښتنه وخت په وخت تکرارېږی دا اوسنی فېصدی تر ټولو کمه فېصده گڼل کېږی.

ورځپاڼه لېکی چې د امرېکا جمهوررئېس براک اوباما اوس افغانستان ته اولس زره عسکر ورلېږی. خو له دې سره ېې دا امر هم کړېدی چې د نورو اضافې عسکرو له لېږلو نه مخکی د ې په ستراتېژی باندی نوی کتنه او غور وسی. په افغانستان کې دامرېکا قوماندانانو ټول دېرش زره نور عسکر غوښتی دی.

XS
SM
MD
LG