د لاس رسي وړ اتصالات

کرزی: امریکا په تیرو ٧ کالو کې په افغانستان کی چندان څه ندي کړي


د افغانستان جمهوررئیس حامد کرزی وایی چی دی د امریکا د هلو ځلو هرکلی کوي چی دده د هیواد د ثبات د پاره یې کوي، مگر هغه خبر داری ورکړ چی ددې هلو ځلو اوس اووه کاله پوره کیږي.

هغه د امریکا یوه تلوزیون ته وویل چی دی د ٢٠٠٢ کال را پدې خوا د امریکا نه د نورو عسکرو غوښتني کوي، مگر هغوی تر اوسه پوري نه دي رارسیدلي.

ښاعلي کرزي د خپل دفتر نه دا هم وویل چی دی به د افغانستان د امنیتي قواو د زیاتیدو په باب د امریکا د مرستو ملاتړ وکړی.

امریکا همدا اوس په افغانستان کی ٣٨ زره عسکر لری او غواړي ١٧٠٠ تنه نور هم ورواستوي. برسیره په دې د ناتو په لس هاو زره نور عسکر هم په هغه هیواد کی خدمت کوي.

د جمهوررئیس براک اوباما لوړ رتبه همکاران او صلاکاران دلته په واشنگټن کی په خبرو اخته دي او د افغانستان په باب په نوي ستراتژۍ باندي بحثونه کوي. د نیویارک ټایمز ورځپاڼي پرون د پنجشنبې په ورځ رپوټ ورکړ چی دا پلانونه غواړي چی د افغانستان د عسکرو او ملي پولیسو شمیر دی ۴٠٠ زرو تنو ته ورسول سي.

XS
SM
MD
LG