د لاس رسي وړ اتصالات

د نوروز په مناسبت د جمهور رئیس اوباما پیغام


د امریکا جمهور رئیس براک اوباما د نوروز د رارسېدلو په مناسبت د مبارکئ پیغام استولی دی. د پیغام متن:

نن، زه غواړم د نړۍ ټولو خلکو ته چې نوروز لمانځي د مبارکئ پیغام ولیږم. دغه ورځ، په تاریخ لحاظ مهمه او د بدلون ورځ ده او زه تمه لرم چې تاسو به له خپلو دوستانو او کورنیو سره د رخصتۍ دغه ورځ په خوښیو تیره کړئ.

په خاص ډول، زه غواړم په مستقیم ډول د ایرن د اسلامي جمهوریت ولس او مشرانو ته خپل پیغام ورسوم.

نوروز ستاسو د لوی او له لمانځنو ډک کلتور یوازې یوه برخه ده. په تیرو پیړیو کې ستاسو هنر، موسیقۍ، ادبیاتو او ابتکار د نړۍ له ښایست او د ژوند دپاره د ښایسته کولو سره مرسته کړې ده. دلته په امریکا کې، زموږ ټولنې د ایراني الاصله امریکایانو په موجودیت پراخې شوي دي. موږ پوهیږ چې تاسو لوی تمدن لرئ او ستاسو لاسته راوړنو ته امریکا او ټوله نړۍ د قدر په سترگه گوري.

د نږدې ٣٠ کلونو راهیسې، زموږ تر منځ اړیکې خړې پړې شوي دي. خو د جشن دغه ورځ، موږ ته راښيي چې موږ ځیني انساني مشترکات لري چې له یوه بل سره مو نږدې کوي. یقینا تاسو به هم خپل د کال لومړنۍ ورځ هماغسې لمانځئ لکه د امریکا خلک چې خپل د جشن ورځې لمانځي. کورنۍ او دوستان سره راټولیږي. یوه بل ته سوغاتونه لیږي او ښې آیندې ته د خلکو تمه زیاتیږي.

د لمانځنو په دغو ورځو کې د یوې نوي ورځې تمه کیږي، زموږ ماشومانو ته د ښې آیندې ژمنه، زموږ کورنیو ته امنیت، زموږ د ټولنو پرمختگ او د ولسونو تر منځ د سولې ژمنه. دا زموږ تر منځ گډ امیدونه دي او زموږ مشترکې هیلې دي.

ځکه نو، ددغه نوي موسم د پیل په مناسبت، زه غواړم د ایران مشرانو ته په واضح ټکو کې وغږیږم.

زموږ تر منځ ځینې لوی د نظر اختلافونه موجود دي چې د وخت په تیرېدو سره لا زیات شوي دي. زما حکومت داسې ډیپلوماسئ ته متعهد دی چې زموږ په مخکې پرتو دغو ستونزو ته حل پیدا کړي او د ایران، متحده ایالاتو او نړیوالي ټولنې رغنده روابط غواړي. دغه بهیر په اخطارونو ورکولو مخ ته نشي تللای. ددې پر ځای موږ غواړو د صداقت او متقابل احترام پر بنا خبرې وشي.

تاسو هم خپله خوښه لرئ. متحده آیالات غواړي چې د ایران اسلامي جمهوریت په نړیواله ټولنه کې خپل وړ ځای ولري. موږ خپل حقوق لرو، خو تر څنگ یې ځینې مکلفیتونه هم لرو. ځکه نو دغه ځای ته رسیدل د ترهگرئ او وسلو له لارې امکان نلري بلکه د سولییزو فعالیتونو له لارې ممکنه ده چې د ایران د ولس ریښتینی عظمت وښيي. او ددغه عظمت اندازه په دې نه معلومیږي چې څوک څومره د تخریب امکانات لري بلکه په دې معلومیږي چې څوک څومره د آبادولو او جوړولو امکانات لري.

ځکه نو د نوي کال په دغه مناسبت، زه د ایران له ولس او مشرانو څخه غواړم چې د هغې آیندې په اړه راسره ځان پوه کړي چې موږ یې غواړو. دا زموږ خلکو تر منځ د اړیکو د نویو کولو غوښتنه ده چې ورسره د همکاریو او تجارت ته زمینه برابره شي. داسې آینده چې مخکیني اختلافات شاته پرېښودل شي او تاسو، ستاسو گاونډیان او ټوله نړۍ وکولای شي چې په سوله او امنیت کې ژوند وکړي.

زه په دې پوهیږي چې دا کار په آسانه امکان نه لري. داسې کسان شاید وي چې غواړي زموږ اختلافات همداسې پاتې شي. خو راځئ چې د سعدي هغه شعر یاد کړو چې ډیر کلونه پخوا یې ویلی دی، چې انسانان لکه د یوه بدن غړي دي او ټول له یوه وجود څخه پیدا شوي دي.

ددغه نوي موسم راتگ موږ ټولو ته دا خبره را په زړه کوي چې موږ ټول د سترو انساني ارزښتونو په اساس سره تړلي یو. او موږ کولای شي ددغه نظریې په اساس د یوه نوي پیل ژمنه وکړو. مننه، د نوي کال اختر مو مبارک شه.

XS
SM
MD
LG