د لاس رسي وړ اتصالات

لاهور کې د پولیسو پر روزنیز مرکز خونړۍ حمله


وسله والو کسانو په لاهور کې د پولیسو د روزنې پر مرکزي حمله کړې ده او د پولیسو ډیر افسران یې له ځانه سره یرغمل نیولي دي.

پر تلویزیون باندې خپرېدونکي تصویرونه ښيي چې د پاکستان عسکرو او په ملکي لباسونو کې امنیتي پرسونل د پولیسو اکاډمي محاصره کړې ده.

د اکاډمۍ له داخل څخه د چاودنو غږونه او د سپکو وسلو ډزې اورېدل شوي دي.

حمله کوونکي د اکاډمۍ له داخل نه مقاومت کوي.

تر اوسه نه ده معلومه چې پر اکاډمۍ باندې څو کسانو حمله کړې ده، څومره کسان وژل شوي او زخمي شوي او څومره کسان لا تر اوسه له حمله کوونکو سره یرغمل پاتې دي.

په تلویزیون کې ددغه اکاډمۍ د رسم گذشت میدان وښودل شو چې جسدونه ورباندې پراته وو. ځینې زخمي کسان چې له ودانۍ نه په وتلو بریالي شوي دي، د درملنې لپاره نظامي عاجلو روغتونونو ته رسول شوي دي.

یوه افسر خبریالانو ته وویل، حمله سهار اووه نیمې بجې هغه وخت شروع شوه چې حمله کوونکو پر هغو پولیسو باندې لاسي بمونه وغورځول چې د اکاډمۍ دباندې یې تمرین کاوه.

دی وايي، له یوه سړي چې ملکي لباس یې پر تن، درې ټوپکه ورسره وو او هر څوک چې یې مخې ته راتلل، ډزې یې ورباندې کولې.

دی وايي، د همدې سړي له ویرې د او نورو کسانو یوې نږدې ودانۍ ته پناه یووړه. خو وسله وال سړي بیا د دوی شا پرېښوده او د کاډمۍ پر هغو زده کوونکو یې ډزې پیل کړې چې په خپلو بسترونو کې ویده وو.

تقریبا یوه میاشت مخکې، وسله والو کسانو د لاهور په ښار کې د سری لانکا پر کرکټ لوبډلې حمله وکړه، څو تنه پولیس یې ووژل او یو شمیر لوبغاړي یې زخمي کړل.

لاهور ښار د پنجاب د آیالت مرکز دی. په تیرو څو کلونو کې که څه هم پنجاب له هغه ناآرامیو نه محفوظ پاتې شوی دی چې ددغه ملک په لویدیځو برخو کې روانې دي، خو په دغه آیالت کې وخت ناوخته د خونړیو حملو رپوټونه خپاره شوي دي. له دې جملې نه یوه حمله تیر کال د سمندري قواوو پر اکاډمۍ شوې وه.

په پنجاب کې ډیرې داسې مدرسې فعالې دي چې په افراطي ډلو پورې اړه لري.

د پاکستان د کورنیو چارو مسئول رحمان ملک د پاکستان یوه شخصي تلویزیون ته وویل، په پاکستان کې افراطي ډلې اوس دومره زیاتې شوي دي، چې حکومت ته مشکله ده چې حساب یې له ځانه سره وساتي.

رحمان ملک وايي، په تیرو شپږو اوو کلونو کې د جهادي ډلو شمیر بیخي زیات شوی دی، او دا وخت نیسي چې معلومه کړل شي چې دا خلک څوک دي او څومره جنگیالي د دوی په حلقو کې شامل شوي دي.

دی وايي، استخباراتي معلومات ښيي چې ځینې دغه افراطي عناصر په افغانستان کې روزل شوي دي.

رحمان ملک د پولیسو له دریځ نه دفاع وکړه. د لاهور پر پولیسو باندې له دې آمله هم ډیر انتقادونه کیږي چې تره میاشت ونه توانېدل چې د سریلانکا پر کرکټ لوبډلې باندې حمله کوونکي ونیسي.

ښاغلي ملک وویل چې د پاکستان پولیسو ته د تروریزم ضد روزنه نه ده ورکړل شوې او ویې ویل، له همدې آمله جمهور رئیس پیشنهاد کړی دی چې ددې لپاره هر آیالت ته ٢٥ زره اضافي پولیس ورکړي.

XS
SM
MD
LG