د لاس رسي وړ اتصالات

پولنډ په افغانستان کې خپل سرتیري زیاتوي


د پولنډ جمهور رئیس لیخ کاچینسکي وایې هیواد به یې په افغانستان کې د امنیت د تامینولو په هدف په خپلو سرتیرو کې زیاتوالي راولي.

ښاغلي کاچینسکي نن چهارشنبې کابل ته په یو ورځني سفر ورغلی او د جمهور رئیس حامد کرزي سره یو ځای یې خبریالانو ته وویل چې په افغانستان کې د جمهوري ریاست د انتخاباتو د امنیت لپاره حاضر دی چې نورعسکرهم راولیږي.

ښاغلي کرزي د پولنډ هیواد د مرستو مننه څرگنده کړه. د ناټو په ورستي کنفرانس کې پولنډ د نورو مرستو ژمنه هم کړی ده.

ښاغلي کاچینسکي د افغانستان سره د ناټو د مرستو په هکله وویل چې یو څه ستونزې پدې اړوند موجودې دي او باید د حل لارې یې ولټول شي.

پولند په افغانستان کې شپاړس سوه سرتیري لري چې په غزني او پکتیکا کې میشت دي.

بل پلو، په افغانستان کی د ناتو قواو اعلان وکړ چه ېو عسکر ېې نن د افغانستان په جنوب کی وژل شوی دی. د ناتو د تړون ېوه اعلامېه واېې چی عسکر د دښمن له خو ووژل شو، خو د هغه د وژل کېدلوځای ېې و نه ښوده چه چېری ولگېده او نه ېې ددغه وژل شوی عسکر ملی هوېت په باب څه ووېل.

ددی نه مخکی د سه شنبی په ورځ د رومانېا ېو عسکر هم د افغانستان پهجنوب د سړکپه غاړه د بم په چاودنه کی وژل شوی ؤ او څلور عسکر ېې زخمېان کړی ؤ.

XS
SM
MD
LG