د لاس رسي وړ اتصالات

ایران کې امریکايي ژورنالسته په ٨ کاله بند محکومه شوه 


یوه ایراني الاصله امریکايي ژورنالسته په ایران کې امریکا ته د جاسوسئ په جرم په اته کاله بند محکومه شوې ده.

د رخشانې صابري وکیل نن مطبوعاتو ته د محکمې د پریکړې په اړه رپوټ ورکړ او ویې ویل چې ددغې فیصلې په خلاف به د استیناف محکمې ته عریضه وکړي.

٣١ کلنې رخشانې صابري چې په ایران کې یې د بیلا بیلو خبري موسسو سره کار کړی دی، په تیر جنوري کې له دې آمله ونیول شوه چې د خبریالئ اجازه نامه یې نه لرله.

خو یوه میاشت مخکې، ایراني مقاماتو پر هغې د جاسوسئ تور ولگاوه او ویې ویل چې میرمن صابري په دې بهانه د امریکا استخباراتي ادارې ته محرم معلومات ورکول.

امریکا دغه تورونه بې اساسه بللي دي.

XS
SM
MD
LG