د لاس رسي وړ اتصالات

امرېکا اواسترالېاد نژادی تبعېض په کنفرانس کې گډون نه کوي


نېدرلېند اواسترالېا هم د ملگرو ملتونو د نژادی تبعېض په کنفرانس کې له برخی اخېستلو سره مقاطعه وکړه. له ېوشمېر غربی هېوادونو سره داوېره ده چې په دغه کنفرانس کې به داسراېېلو خلاف غېرمنصفانه تبلېغات وشی.

د امرېکا متحده اېالاتو هم د شنبی په ورځ اعلان وکړ چې دوی به دملگرو ملتونو په هغه کنفرانس کې گډون ونکړی چې د نژادی تبعېض په برخ کې به ددوشنبی په ورځ په جنېواکې پېل شی.

د امرېکا د خارجه وزارت نطآق رابرټ ووډ واېې چې امرېکا به تاسف سره د نژادی تبعېض په کنفرانس کې په دې سبب برخه وانخلی چې د کنفرانس په مسوده کې داعتراض وړ ژبه استعمال شوی وه.

نطاق رابرټ ووډ ووېل که څه هم په دغه مسوده کې ېوڅه انکشاف راوستل شویدی خو داڅرگنده ده چې دغه اعلامېه به دامرېکا هغو اندېښنو ته چې د بېا ن د ازادۍ په برخه کې ېې د بندېزونو په هکله لري، ځواب ونه واېې.

هغه زېاته کړه چې سره له دې به هم امرېکا له هغو ټولو خلکو او ملتونو سره په گډه کار وکړی چې نژادی تبعېض او تعصبونه پاېته ورسوی.

د استرالېا خارجه وزېر سټېفېن سمېت په ېوه وېنا کې د ېکشنبی په ورځ ووېل چې دده هېواد هم دا پرېکړه کړېده چې په دغه کنفرانس کې برخه وانخلی.

په دې برخه کې دا سترالېا اندېښنه داده چې له دغه کنفرانس نه به دېوې داسی وسېلی په توگه کار واخېستل شی چې تېری کوونکی نظرېات خپاره کړی په دې کی به دېهودانو خلاف نظرېات هم شامل وی.

نېدرلېند دېکشنبی په ورځ ووېل چې ددې اندېښنی په سبب به په دغه کنفرانس کې برخه وانخلی چې اسلام هېوادونه به له دغه کنفرانس نه دمذهبی کرکی په راپارول کې استفاده وکړی. اروپاېې اتحاد هم د ېکشنبی په ورځ ناوخته ددی لپاره مجلس وکړ چې اېا دغه کنفرانس ته خپل استاځی ولېږی او که نه.

د ملگرو ملتونو په دغه پنځه ورځنی کنفرانس کې چې ملگروملتونو تنظېم کړېدی دهغه پرمختگ اندازه ولگول شی چې د نژادی تبعېض او له خارجېانونه دوېرې اوکرکې مسله شامله ده.

د جنوبی افرېقا په ډربن کې په ٢٠٠١ مېلادی کال کې دغه راز ېو جنجالی کنفرانس شوی و. امرېکا او اسراېېل له هغه کنفرانس نه په دې خاطر وتلی وو چې ېوشمېر گډون کوونکېو دا هڅه وکړه چې صهېونېزم او نژادی تبعېض له ېوبل سره اړوند وبولی.

ډېر اسلامی هېوادونه دهغه څه ساتنه محکوموی چې دوی ورته غرب له خوانه داسلام سپکاوی واېې. دمسلمانانو ددی غوښتنی دلېل دادی چې په ٢٠٠٦ کال کې په اروپاکې ېوشمېر اخبارونو داسی کارتونونه خپاره کړل چې ډېراسلامی حکومتونه هغه د اسلام پېغمبر ته توهېن امېزه بولی.

XS
SM
MD
LG