د لاس رسي وړ اتصالات

قبائلی سیمی - "پاکستان حکومت اکثره دغه سیمه ځان ته پریښی ده، ولې؟"


دامنیتی چارو ماهران وائې، افراطیان دترورستی حملو لپاره پلان جوړوی،په داسی حال کې چې دافغانستان دسرحد سره دپاکستان په قبائلی سیمو کې راټولیږی.

دافغانستان دسرحد سره دپاکستان دغه سیمه څه دپاسه لس زره کیلو متره مربع ده. دا دالقاعدی دترورستانو او طالبانو دپټیدو مرکزدی او دا دتروریزم په خلاف جگره کې دامریکا په لومړیتوبونو کې راځی.

دامریکا جمهوررئیس براک اوباما وائې: "موږ باید خپله نظامی مرسته تجهیزاتو،روزنی او هغه ملاتړته متوجه کړو چې پاکستان ورته دترورستانو دریښو را ایستلو لپاره ضرورت لری."

مگر دپاکستان حکومت اکثره دغه سیمه ځان ته پریښی ده، دکنټرولولو کوښښ ئې نه کوی. ولې؟

دامریکا دپرمختگ دمرکز غړی لارنس کورب بیا پدی باره کې داسی وائې: "دا به په اساسی توگه مرکزی حکومت اوږده کورنی جنگ ته راکش کړی چې دغه قبائل دخپلی قبضی لاندی راولی چې دوی په اساسی توگه پخپل ځان پخپله حکومت کوی."

په دغه سیمه کې یو دمسلطو قومو نه پښتانه دی چې بریتانی په ١٨٩٣م کال کې دافغانستان او پاکستان ترمنځ وویشل.

ښاغلئ کورب وائې: "دوی په نړۍ کې ترټولو لوی قوم دی چې خپل هیواد نلری او په اساسی توگه دوی دافغانستان او پاکستان ترمنځ سرحد په رسمیت نه پیژنی."

په دغه سیمه کې ځینی پښتانه دطالبانو اوالقاعدی په شان بنیاد گرا دی چې ښائې چې دوی دالقاعدی دمشر اوسامه بن لادن په پټیدو کې مرسته کړی وی.

ښاغلئ کورب وائې: "پدی کې شک نشته چې بن لادن په دغو قبائلی سیموکې چیری پټ دی. او زیات شمیرئې دبن لادن دهدفونو سره خواخوږی لری چې دنړۍ پدی سیمه کې دغرب داثررسوخ په خلاف دی."

جمهوررئیس اوباما وائې، دامریکا هدف دا دی چې القاعدی ته نه یوازی په افغانستان کې بلکه په پاکستان کې هم ماتی ورکړی.

ددی معنئ داده چې په پاکستان کې دبی پیلوټه الوتکو حملی زیاتی شی چې امریکا وائې، په لسگونو ترورستان ئې وژلی دی. دغو الوتکو په پاکستان کې دطالبانو پام ځان ته را اړولی دی .

بیت اله محسود چې ددغې ډلې یو دمشرانونه دی، دهغې حملی مسؤلیت په غاړه اخیستی دی چې په لاهور کې دپولیسو په اکاډمی کې شوی وه او وعده ئې کړیده چې دبی پیلوټه الوتکو دحملو دقصد اخیستلو په بدل کې به په راتلونکی کې په واشنگټن ډی.ثی. باندی حملی کوی.

ویل کیږی چې دپاکستان په قبائلی سیمو کېدپاکستان او افغانستان نه بهرحملو لپاره پلان جوړیږی.

ښاغلئ کورب وائې: "دوی پدی سیمه کې په لندن کې دبمی چاودنو، په مادرید کې دبمی چاودنو، په استانبول کې دبمی چاودنولپاره پلانونه جوړکړیدی او که چیری په امریکا باندی بیا کومه حمله کیږی نو ډیر احتمال شته چې له دغه ځای به منشه نیسی."

دافغانستان دسرحد سره دپاکستان قبائلی سیمه دنړۍ یوه مهمه برخه ده.

XS
SM
MD
LG