د لاس رسي وړ اتصالات

د پاکستان پوځ وايي بونېر یې بېرته ونیو


د پاکستان پوځ واېې چه عسکرو د نظامی عملېاتو نه وروسته نن په صوبه سرحد کی د طالبانو نه ېو مهم ښار بېرته ونېوه.

دپوځ مامورېن واېې عسکرو دبونېر په ضلعه کی د ډگر ښارگوټی نېولی دی. بونېر داسلام اباد نه سل کېلومتره لېری پروت دی. نن دوهمه ورځ ده چه دبونېر په درو کی پاکستانی عسکر لگېادی د طالبانو سره جنگ کوی.

د امرېکا ددفاع وزارت دپاکستانی قواو دپوځی عملېاتو ستاېنه وکړه خو واېې چه دکامېابئ اصل امتحان به ېې په دی پوری مشروط وی چه اېا دپاکستان پوځ خپلو عملېاتو ته دوام ورکوی، او طالبان واقعا ماتولی شی او که نه.

پرون دسه شنبی په ورځ دپاکستان ېوه پوځی وېاند برېد جنرال اختر عباس خبرېالانو ته ووېل چه دپاکستان پوځ ته داسی اطلاعات په لاس ورغلی و چه طالبانو نه غوښتل چې له بونېر نه ووزی؛ نو ځکه ېې دهغوئ په خلاف پوځی عملېات شروع کړل.

د پاکستان پوځی وېاند ووېل چه په بونېر کی پنځه سوه طالبان پراته وو او له هغې جملی نه ېې پنځوس تنه طالبان وژلی دی.

دپاکستان پوځی وېاند دا خبره ونه کړه چه په دغو عملېاتو کې څومره عسکر شامل دی خو دومره ېې ووېل چه ېوه هفته به دا عملېات دوام کوی دپاکستان پوځ واېې په کوز دېر کی ېې پنځه اوېا تنه طالبان ووژل او دامنېتی قواو لس افراد هم وژل شوی دی. دسېمی نه په زرهاو خلک دخپلو کورونو نه وتلی دی.

XS
SM
MD
LG