د لاس رسي وړ اتصالات

کاپیسا کې د ښوونځي سل زده کوونکې مسموم شوي


په افغانستان کې ډاکټران واېې چې لږتر لږه ٨٩ نجونی د سه شنبی په ورځ په روغتون کې داخل شوېدی. دهغوی د تشخېص نښی اوعلامی دا څرگندوی چې ښاېې په زهرجنو گازو مسموم شوی وی.

په دې نېژدی اونېوکې دادرېمه پېښه ده چې دافغانستان په ختېځو سېمو کې د نجونو په ښوونځېو کې پېښېږی.

ېوشمېر شاگردانو ووېل چې دوی په کاپېسا کې په ېوه ښوونځی کې ېو غېر معمولی بوی احساس کړ اوترهغې وروسته ناروغی شولې. رپوټ واېې چې له نجونو نه علاوه د ښوونځی ادارې مامورېن هم په روغتون کې شامل شول.

دا پېښه وروسته له هغه نه کېږی چې په پروان کې دوه مشابه پېښی وشوی.

ددوشنبی په ورځ په پروان کې د نجونو په ېوه ښوونځی کې ٦٠ نجونی او ېوه معلمه د چارېکارو په ښار کې ناروغه شوی وې. کله چې هغوی روغتون ته ولاړلی نو هغوی د سردرد ، زړه بدوالی او استفراق او گنگسېت درلودلو له امله تداوی شولی.

په چارېکاروکې پنځه ښوونکی او په لسهاو نجونی په بل ښوونځی کې د اپرېل دمېاشتی په اخره کې په روغتو ن کې شامل شوی وی. چارواکی گومان کوی چې دابه د گازو د حملی له امله شوی وی. طالبان د نجونو د ښوونځی مخالف دی کله چې هغوی له ١٩٩٦ نه تر ٢٠٠١ پورې قدرت درلود نو د نجونو ښوونځی ېې بند کړی وو.

XS
SM
MD
LG