د لاس رسي وړ اتصالات

بشري حقوق: امریکا باید د ملکي افغانانو د وژل کیدو مخنیوی وکړي


د هیومن رایټس واچ په نامه د بشري حقوقو مؤسسې د امریکا نه غوښتي دي چی ټول لازمي اقدامات دی وکړی چی په حملو کی یې ملکي خلک ونه وژل سی.

دغي مؤسسې دا غوښتنه په داسی حال کی وکړه چی د فراه په ولایت کی په هوایي حملو کی یې د افغانانو په قول په لس هاو ملکي خلک وژل شوي دي.

په نیو یارک کی دیره د بشري حقوقو دغي مؤسسې نن د جمعې په ورځ په یوه بیانیه کی وویل چی که امریکا غواړي خپل اعتبار وساتي نو اردویې باید چی په خپلو هوایی حملو باندی له سره غور او څیړنه وکړی او کوشش دی وکړی چی په دې حملو کی ملکي تلفات ډیر کم وی.

امریکایی جنرال ډیویډ پیټریاس وروسته له هغه چی د امریکا هوایی قواو د مې د میاشتي په دریمه د فراه د ولایت د بالا بلوک په ولسوالي کی په یاغي طالبانو باندي حملې وکړې، ددغي څیړني امر وکړ. د افغانستان حکومت وایی چی په دې حملو کی څه د پاسه سل ملکي خلک چی اکثره یې ماشومان وو، وژل شوي دي.

د هیومن رایټس واچ د بشري حقوقو د مؤسسې د آسیا د څانگي رئیس براډ ایډمز وایی چی امریکایي او افغان قواو دا باید ځانته معلومه کړې وای چی د حملو په وخت کی یې په دې سیمه کی زیات شمیر ملکي خلک موجود وو.

د امریکا اردو وایی چی د وژل سوو ملکي خلکو شمیر ځکه نه سی معلومیدلای چی ټول مړي مخکی له دې چی تحقیقات یې وسی، ښخ شوي وو.

امریکایی مامورین دا هم وایی چی د افغان چارواکو سره ددوی د گډو تحقیقاتو نه داسی ښکاري چی یاغی طالبانو ملکي خلک په جگړه کی د بشري سپر په توگه استعمال کړي دي.

XS
SM
MD
LG