د لاس رسي وړ اتصالات

نیویارک ټایمز: په افغانستان کې د بري ارزیابي


د نیویارک ټایمز ورځپاڼې نن سرمقاله لیکلې او عنوان یې ورکړی دی چې په افغانستان کې باید بری څه ډول ارزیابي شي؟

جنرال سټانلې مکریسټل چې جمهور رئیس اوباما افغانستان ته د نوي نظامي قومندان په توگه نومولی دی، په افغانستان کې د امریکا اساسي هدفونه روښانه کړي دي او په دې لړ کې یې ویلي دي چې لا له وړاندې په دغه ملک کې په نظامي ستراتیژئ کې د بدلون ضرورت و.

مکریسټل تیره هفته د خپل ملک د مشرانو جرگې ته وویل، په افغانستان کې بری په دې نشي اندازه کېدای چې څومره مخالفین وژل شوي دي خو بری په دې اندازه کیږي چې څومره افغانان له تشدد او ناامنیو نه په امان کې ساتل شوي دي.

نیویارک ټایمز لیکي، که جنرال مکریسټل په خپل دغه هدف کې بریالی شي، دی به وکولای شي چې په افغانستان کې روانه جگړه بدله کړي چې تر اوسه امریکا پکې بریالۍ نه ښکاري خو په کار ده چې هرومرو باید پکې بریالۍ شي.

دا یوازې د طالبانو له خوا د تشدد پیښې نه دي چې افغانان باید ورڅخه وژغورل شي. د امریکايي عسکرو ړندو بمباریو هم د ډیرو خلکو ژوند اخیستی دی. په خاص ډول په هوايي بمباریو کې چې دا د منلو وړ نده او قومندانان ځکه په هوايي ځواک تکیه کوي چې دوی کافي ځمکنۍ قواوې نه لري.

نیویارک ټایمز لیکي، په ځینو پیښو کې دا اصول په نظر کې نه دي نیول شوي چې د یوه ډیر لوی خطر د موجودیت پرته باید پر هغو سیمو بمباري ونشي چې ډیر خلک پکې اوسیږي او مخکې له دې چې پر یوه ځای بمباري کیږي په کار ده چې هدف په دقیق ډول نښاني او معلوم شي شي.

ورځپاڼه لیکي، دغه ډول اشتباهگانې نه یوازې د ملکي خلکو ژوند ته قیمته تمامیږي بلکه له دې امله په سیمه کې د امریکايي قواوو د موجودیت په خلاف عامه ذهنیت راپاریږي او د طالبانو په خلاف په مبارزه کې د خلکو ملاتړ کمیږي.

د افغانستان خلک د طالبانو په اړه ځینې تشویشونه لري. د هغوی په وخت کې خلک په دورو وهل، د ښځو پر حقوقو تیری او د نجونو د ښوونځیو تړل کېدل ور په یاد دي. خو افغانان له هغې جگړې سره هم چندان علاقه نلري چې یوې خوا ته یې خارجي عسکر او بلې خوا ته یې طالبان دي او په منځ کې یې د افغانستان عام خلک گیر پاتې دي.

نیویارک ټایمز لیکي، د ملگرو ملتونو او ځینو خیریه موسسو د رپوټ پر اساس تیر کال تقریبا دوه زره ملکي افغانان ووژل شول.

ورځپاڼه لیکي، د ملکي خلکو د ژوند د ژغورلو لپاره باید ځینې اصول په نظر کې ونیول شي. د جگړې دغه اصول باید نه یوازې په هوايي بمباریو کې په نظر کې ونیول شي بلکه په کار ده چې په هغو تالاشیو او د خلکو په نیول کېدو کې هم دغو قواعدو ته پام وشي چې جنرال مکریسټل غواړي افغانستان ته د ٢١ زره نورو عسکرو له رسېدو سره یې نور هم پراخ کړي. ځمکني عملیات د هوايي بمباریو په نسبت کم تلفات پیښوي خو هوايي بمبارئ لکه څنگه چې په عراق کې معلومه شي ډیر بې گناه ملکي خلک وژني او د امریکایي قواوو د موجودیت په خلاف ذهنیت راپاروي.

نیویارک ټایمز لیکي، د جنرال مکریسټل یوه مهمه دنده به دا وي چې د طالبانو او د القاعدې په خلاف د جگړې په اړه د عامو افغانانو ذهنیت بدل کړي. د افراطیت ضد جگړې د بري لپاره د عامو خلکو ملاتړ په کار دي چې استخباراتي معلومات ورکړي.

ورځپاڼه لیکي، په افغانستان کې د روانو عملیاتو اصلي هدف باید دا وي چې د ملکي افغانانو ژوند وژغورل شي او هغه منطقې توسعه ومومي چې خلک پکې د امن په فضا کې ژوند کوي او خپلې ورځنۍ چارې پر مخ بیولای شي. خو امریکا ته دا هم په کار ده چې د افغاني قواوو ملي اردو او پولیسو د روزنې چاره گړندۍ کړي تر څو دوی وکولای شي هر څومره ژر چې کیدای شي دغه مسولیت پر خپله غاړه واخلي.

نیویارک ټایمز لیکي، د افغانستان په اړه د جمهور رئیس اوباما نوې ستراتیژي په همدې واقعیتونو ولاړه ده او دا خبره د جنرال مکریسټل له خوا د امریکايي قواوو د موثریت په بیا تعریفولو کې هم منعکس شوې ده.

ورځپاڼه لیکي، واشنگټن دا ډیرې ښې خبرې کړي دي او اوس په کار ده چې عملي یې کړي.

XS
SM
MD
LG