د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا د ديوالي شوي شرکت نامشخص سرنوشت


د ایټالیې د فیاټ د موټر جوړولو شرکت وايي، له خپل دې تصمیم څخه نه اوړي چې غواړي د امریکا دیوالي شوی شرکت (کرایسلر) واخلي، که څه هم د امریکا سترې محکمې ددغه معاملې د ځنډولو حکم کړی دی.

چارواکو د سه شنبې په ورځ وویل، فیاټ وايي د کرایسلر د موټر جوړولو شرکت به اخلي. د فیاټ او کرایسلر تر منځ د امضا شوي تړون له مخکې، که دغه معامله د جون تر ١٥مه بشپړ نشي، فیاټ کولای شي له دغې سودا تیر شي.

د امریکا د سترې محکمې قاضي روت باډر گینزبرگ پرون د دوشنبې په ورځ امر وکړ چې تر آینده پریکړې پورې دې دغه سودا وځنډیږي. د کرایسلر د دوسیې ځنیو تحقیق کوونکو ددې لپاره ددغه معاملې د ځنډېدلو غوښتنه کړې وه چې دغه شرکت حق لري چې د سودا تر دې ښه معامله ورته برابره شي.

د اوباما د حکومت یوه مدافع وکیل له محکمې غوښتي وو چې دغې سودا ته اجازه ورکړي. مدافع وکیل خبرداری ورکړی و چې که کرایسلر سقوط ته پرېښودل شي نو دا به ډیر بد عواقب ولري.

د امریکا حکومت له سقوط نه د کرایسلر په شمول د خپل موټر جوړولو شرکتونو د ژغورلو لپاره په میلیاردونو ډالرو اختصاص کړي دي. خو له دې سره بیا هم د کرایسلر شرکت دیواليتوب اعلان کړ او په امریکا کې یې خپل ډیر د خرڅلاو دوکانونه وتړل.

XS
SM
MD
LG