د لاس رسي وړ اتصالات

ناټو غواړي افغانستان کې قومنداني له سره منظمه کړي


د ناټو غړو هیوادونو منلی ده چې په افغانستان کې ددغې اتحادی قوماندانی له سره منظمه کړی ، په داسی حال کې چې د ناټو قواو د القاعدی او طالبانو په خلاف جنگ ته زور ورکړیدی.

د ناټو وزیران د بلجیم په پایتخت کې غونډه کړې، دامریکا دهغه پلان سره ئې موافقه وکړه چې غواړی په افغانستان کې نظامی قوماندانی له سره منظمه کړی چې نوی عسکر په ښه توگه اداره کړی شی .

ناټو په تیر کال کې په افغانستان کې خپلی قواوی تقریبآ دوه برابره کړیدی چې شمیر ئې اوس تقریبآ شپیتو زرو عسکرو ته رسیږی . دغه شمیربه په راتلونکو څومیاشتو کې لانورپسی زیات شی چې پدی باندی به یوویشت زره نور امریکائې عسکر وراضافه شی.

د ناټو مامورانو داخبره هم وکړه چې لس زره نور عسکر به افغانستان ته واستوی چې دجمهوری ریاست دانتخاباتو په وخت کې چې داگست په شلمه نیټه کیږی، دامنیت په ټینگولو کې مرسته وکړی .

ناټو غواړی چې دافغانستان دامنیتی قواو روزل چټک او زیات کړی چې دوی دناټو سره په گډه دیاغی طالبانو په خلاف چې دالقاعدی ترورستی ډله ورسره مرسته کوی، وجنگیږی.

له بلی خوا دناټووزیرانو ومنله چې د افریقاد ښکر په ساحلی سیمه کې دسمندری داړه مارانو په خلاف خپل ماموریت ته دوام ورکوی چې دا په نړۍ کې د کشتیو داسی لارده چې ډیره گڼه پکی وی.

دناټو په دغه ماموریت کې بین المللی څارنه شامله ده چې دسمندری داړه مارانو حملی بندی کړی. دبریتانی ددفاع وزیر باب اینسورت داپریل په میاشت کې دفرانسی په سټراسبرگ کې دمشرانو دعالی غونډی نه وروسته دناټو دغه خبری ډیری گټوری وبللی.

ښاغلې اینس ورت وائې: موږ په چټکی اقدام وکړچې دسټراس برگ پریکړو ته قوت ورکړو چې غواړی په افغانستان کې دناټو دروزنی ماموریت سرته ورسول شی. په دغه ماموریت کې دافغان ملی پوځ او ملی پولیس روزل کیږی.

او موږ دا پریکړه هم وکړه چې دناټو سمندری قواوی باید دی ته تیاری وی چې دسمندری غلو په خلاف مبارزه وکړی او نوری هغه وظیفی سرته ورسوی چې دافریقا دښکر په سیمه کې ورته سپارل کیږی. ځکه نو دځینو پریکړو له کبله دغه غونډی ښې وی او زه ډیر خوشحاله یم چې په دغو غونډو کې می گډون وکړ.

مخکې دناټو عمومی منشی یاپ ده هوپ شیفر وویل، دبغاوت ، دبیا ودانولو ، پرمختگ او داگست په میاشت کې دجمهوری ریاست دانتخاباتو په شمول افغانستان دغټو دستونزو سره مخامخ دی .

XS
SM
MD
LG