د لاس رسي وړ اتصالات

سروې: ٣١ فیصده افغانان د کرزي ملاتړ کوي


د عامه افکارو سروې چې د انټرنشنل ریپبلیکن انسټېټوتپه نامه ېوېامرېکاېې موسسې کړی ده ښېې چېېواځی په سلو کی ېو دېرش افغاناند ښاغلي کرزي د بېا انتخابېدلو ملاتړ کوی.

په کال ٢٠٠۴م کې د انتخاباتو په وخت کې په سلو کی اوه پنځوس خلکو د کرزی ملاتړ کاوه.

د هغو کسانو له جملې نه چې په دغې سروې کې ورڅخه پوښتنې شوي، له نیمايي نه کمو یې ویلي دي چې د کرزي د تیرو فعالیتونو پر اساس هغه باید بیا انتخاب شي.

که څه هم سروې ښيي چې د ښاغلي کرزي ملاتړ راکم شوی دی خو څیړونکي فکر کوي چې دی به بیا هم له خپلو سیالانو نه مخکې وي.

د انټرنشنل ریپبلیکن موسسه واېې چې په خپل کار کی ازاده ده خود امرېکاد حکومت نه پېسې اخلي.

په داسی حال کی چه دافغانستان دجمهوری رېاست لپاره مبارزه رسما شروع شوی ده، دامرېکا جمهور رېس بارک اوباما واېې چه دافغانستان دراتلونکی مشر نه ډېر توقعات او هېلی کېږی.

اوباما ووېل که جمهور رېس حامد کرزی دا انتخابات وگټی او ېا دا چهدهغه کوم اصلی سېال ېې وگټی،په کابل کی بهنوی مشر دېو لړ سختو تونزو او چېلنجونو سره لاس په گرېوان وی.

خصوصا دامنېتدښه کولو مسله او دحکومتی اداروداصلاح کولو په غرض دمحاسبی لپاره زېات کوښښکولخاص اهمېت لری.

دطالبانو مخ په زېاتېدونکيپاڅون او په حکومتی ادارو کی درشوت خورئ له امله هم په خارج کی او هم په داخل کی ښاغلي کرزي اعتبار خراب شوی دی. ېوه تازه سروېې چه دخلکو دنظر داخسېتلو لپاره دېوې امرېکاېې موسسې له خواپه افغانستان کی شوی دهښېې چه د ټولو راېې ورکونکو ددری برخی نه ېې هم کم خلکدبېا انتخابېدلو ملاتړ کوی.

دښاغلي کرزی په مقابل کی څلوېښت کاندېدان ولاړ دی او انتخابات داگست په اتلسمه نېټه کېږی. اوباما ووېل چهدامرېکا متحده اېالاتد افغانستان دحکومتی مماورانو او ملگرو ملتونو سره ېو ځای کار کوی او کوښښ کوی چه دا انتخابات په اعتباری او مصوون ډو ل وشی. اوباماقول وکړچه امرېکا به بی طرفه وی.

XS
SM
MD
LG