د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا د ملی امنیت سلاکار د هند د صدراعظم سره وکتل


د امریکا د ملی امنیت سلا کار جېمزجونز د هند د صدراعظم من موهن سینگ سره وکتل او د سیمي د امنیت په باب یې خبري ورسره وکړې.

جېمز نن د جمعې په ورځ نوي ډهلي ته ورسید. هغه افغانستان او پاکستان ته هم سفرونه کړي دي.

چارواکي وایی چی د امریکا د ملی امنیت سلاکار او د هند صدراعظم په هغو احتمالي تروریستي حملو باندی خبري وکړې چی هند ته د هغه دگاونډي له خوا متوجه دي. ټاکل سوې جونز نن وروسته د هند ددفاع د وزیر اې کې انتوني سره هم وگوری. انتوني پرون د هند د اردو قوماندانانو ته وویل چی هند باید هغو ټولو خطرونو ته ځان چمتو کړی چی په پاکستان کی د یاغي طالبانو له خوا ورته متوجه دي.

د هند ددفاع وزیر خبر داری ورکړ چی هند د پاکستان سره په سرحدي سیمه کی او په خاصه بیا د کشمیر په جنجالي سیمه کی د خپل حفاظت او ساتني درجه نه سی راکمولای.

هغه وویل چی د هند چارواکي د پاکستان حالات چی د هند په خوا یې آثار معلومیږي له نژدې څاري.

XS
SM
MD
LG