د لاس رسي وړ اتصالات

گوگل نوی کمپیوټري سیستم جوړوي


په انټرنیټ باندې د گوگل په نامه د لټونې ویب سایټ اعلان کړی دی چې د کمپیوټر د چلولو یو نوی پروگرام یا (operating system) جوړوي او بازار ته یې عرضه کوي.

د گوگل دا اقدام ددې لپاره کیږي چې د کمپیوټري پروگرامونو په بازار کې خپل ځای پیدا کړي چې تر اوسه پورې د مایکروسافټ کمپنۍ په دې برخه کې ډیره وړاندې ده.

گوگل دغه اعلان پر خپل ویب سایټ باندې خپور کړی دی.

گوگل وايي، د دوی کمپیوټري سیستم به د کروم په نامه د اینټرنیټ د پرانیستونکي پروگرام یا (chrome internet browser) پر اساس کار کوي او تمه کیږي چې د ٢٠١٠م کال په نیمايي کې به بازار ته راشي.

گوگل وايي، دغه نوی سیستم یې په اصل کې د لاپ ټاپ کمپیوټرونو لپاره جوړ کړی دی.

دغه کمپنۍ وايي، سرعت، ساده والی او مسئونیت ددغه نوي جوړېدونکي کمپیوټري پروگرام تر ټولو ښه خصوصیات دي.

له دې اقدام سره د گوگل او مایکروسافټ تر منځ سیالي نوره هم قوي شوې ده. دا وخت د نړۍ په ٩٠ فیصده کمپیوټرونو کې د مایکروسافت پروگرام استعمالیږي.

XS
SM
MD
LG