د استرالیا مقامات وايي، هغه بیړۍ چې فکر کیږي له ٧٠ زیات افغان مهاجر پکې سپاره وو، تر اوسه پورې د اینډونیزیا په اوبو کې لادرکه ده.
د استرالیا د بهرنیو چارو وزیر سټیفن سمیت وویل، پرون یې مطبوعاتو ته په دې باب غلط معلومات ورکړي وو. ښاغلي سمیت مطبوعاتو ته ویلي وو چې د اینډونیزیا چارواکو دغه بیړۍ ژغورلې ده.
سټیفن سمیت وویل، دا خبره یې د هغه معلومات پر اساس کړې وه چې د اینډونیزیا حکومت ورکړي وو چې وروسته غلط ثابت شول.
د اینډونیزیا چارواکو پرون اعلان وکړ، یوه بیړۍ چې افغان مهاجر یې انتقالول ممکن ددغه ملک د کوموډو ساحل ته نږدې په سمندر کې ډوبه شوې وي.
دغه بیړۍ د سه شنبې په ورځ ناوخته د (ساپ) په سمندري تړانگه کې ورکه شوه.
په دغه بیړۍ کې نږدې ٧٠ تنه سپاره وو چې فکر کیږي اکثریت یې د افغانستان وو.
اکثریت مهاجر چې په استرالیا کې د پناه اخیستو تمه کوي، لومړی اینډونیزیا ته ځي.