د لاس رسي وړ اتصالات

سپین بولدک کې چاودنې ١١ تنه ووژل


په کندهار کې پولیسو یو چارواکی وایی چی د سړک د غاړی د بم په چاودنه کی یوولس تنه ملکی خلک وژل شوي دي.

په وژل شوو کسانو کې پنځه ماشومان هم شامل دي چې یوه زیارت ته روان وو.

د پولیسو قومندان سیف الله حکیم وایی چی یوه ډله نارینه، ښځې او ماشومان د کندهار په سپین بولدک کې روان وو چی د هغوی ټونس موټر د سړک د غاړې په بم وربرابر شو.

د پولیسو دغه قوماندان وایی چی په چاودنه کی درې ښځی هم زخمي شوي دي.جنرال حکیم د چاودنی پړه په طالبانو ورواچوله.

بل پلو د برتانیی پوځ وایی چی د هغوی یو عسکر پرون د افغانستان په جنوب کی په یوی چاودنی کی ووژل شو.

د برتانیې د دفاع وزارت وایی چی دغه عسکرد هلمند په ولایت کی پیاده روان چی ووژل شو.

XS
SM
MD
LG