د لاس رسي وړ اتصالات

سپوږمۍ ته د انسانانو د اول سفر۴٠مه کلیزه


جمهوررئیس بارک اوباما هغه دری کسان چې دسپوږۍ په سطحه باندی ئې دلومړی ځل لپاره قدم وهلی وو او ددغې ورځې دکلیزی په مناسبت ئې دغه درې واړه کسان د امریکا قهرمانان وبلل.

دیولسمی اپه لو عملې نیل ارم سټرانگ ، بزالدرین او مائکل کولنزپرون ددوشنبی په ورځ په سپینه ماڼۍ کې دجمهورریئس اوباما سره لیدنه کتنه وکړه.

ښاغلې اوباما په هغه وخت کې عینی د١٩٦٩ م کال دجولای په شلمه چې انسان دسپوږمۍ په سطحه قدم کیښوس، اوه کلن و. ښاغلی اوباما وویل، دده په یاد دی چې دهغه نیکه ورته ویلی چې دیولسمی اپه لو ماموریت ددی مثال دی چې امرکایان هرڅه کولی شی چې دوی خپل دماغ په کارواچوی. هغه وویل، فضانوردانو داینجرانو او سیانس پوهانو ټول نسل وهڅوه او روحیه ورته ورکړه.

په درسته نړۍ په سلگونو میلونوخلکو په تلویزنونو لیدل چې ارم سټرانگ دخپلی مصنوعۍ سپوږمۍ راښکته او دسپوږ په سطحه ئې قدم وواهه. هغه یوه اصطلاح استعمال کړه چې اوس شهرت لری چې دانسان لپاره یووړوکی گام او دبشرلپاره یو لوی ټوپ دی.

XS
SM
MD
LG