د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان: افغانستان کې عملیات موږ ته تاوان رسوي


د پاکستان چارواکیو د اوباما ادارې ته وویل امریکايي عسکر چې په هلمند کې له طالبانو سره جگړه کوي ددې احتمال شته چې د بلوچستان له ستونزو نه ډکه سیمه کې نورې ستونزې هم راوپاروی.

د نېوېارک ټاېمز ورځپاڼه د پاکستان، د چارواکېو له قوله لېکی چې له طالبانو سره جگړی ته ادامه ورکول نه بلکه له هغوی سره مذاکراتکول ددویملی گټی خوندی کوی.

دنېوېارک ټاېمز ورځپانه لېکی چی پاکستان په دې خبره اعتراض کوی چې امرېکا په گاونډي افغانستان کې خپل نظامی عملېات پراخه کړېدی. دا مسله د پاکستان په انډېوالی کې له واشنگټن سره نویدرز پېدا کوی، په داسی حال کېچې په دې حساس وخت کېپه زرگونو نوی امرېکا ېې عسکر افغانستان ته روان دی.

د پاکستان چارواکېو د اوباما ادارې ته ووېل چې امرېکاېې عسکر چی په هېلمند کې له طالبانو سره جگړه کوی ددې احتمال شته دی چې د بلوچستان له ستونزو نه ډکه سېمه کې نور ې ستونزې هم راوپاروی.د واشنگټن پوست ورځپاڼه لېکی چې داخبره د پاکستان د استخباراتو چارواکېو کړېده.

پاکستان په کافی اندازه عسکر نلر ی چې په بلوچستان کې ېې واچوی چې د طالبانو سره مقابله وکړی. مگردا چی له خپل سرسخت دښمن هند سره په سرحد کې خپل عسکر کم کړی. چارواکېو ووېل چې له طالبانو سره نوره جگړه ضرورنده بلکه له هغوی سره دې خبری وشی اوهمداکار د پاکستان ملی گټی خوندی کوی.

د پاکستان چارواکېو داخبره سپېنه کړېده چې حتی که امرېکا نور عسکر اومنابعپه دې برخه کې په کار اچوی چې دطالبانو لهزېاتېدونکی خطر سره مقابله وکړی خو پاکستان تهبېاهم هند ته توجه کول، له نورو ټولو مساېلو نه ترجېح لری او دطالبانوخطرهغه ستونزه ده چې دمذاکراتوله لارې نه حل کېدلی شی. په اوږده موده کې ښاېې طالبان د پاکستان لپاره ېو آحتمالی متحد قوت واوسی لکه څنگه چې پخوا دهغوی انډېوالان وو، خو البته هغه وخت چې امرېکا له افغانستان نه ولاړه شی.

دنېوېارک ټاېمز ورځپاڼه لېکی چې د پاکستان چارواکی دهغه خطر به باب چې د طالبانو غټ قوماندانان ېې منځته راوستلی شی دامرېکا ېانو نهباالکل مختلف نظر لری. امرېکا واېې په هغو کې ېو شمېر کسانو له ډېر پخوانه د پاکستان خواتهپه سرحداتوکېپناه اخېستی ده.په دېنېژدی وخت کې چې د پاکستان پوځ د طالبانو خلاف په سوات کېاوېوشمېر نور قبېلوی سېموکې عملېات وکړل د پاکستانی چارواکېو او دهغوی دامرېکا ېې انډېوالانو د نظر ترمنځ خلا نده ډکه کړی.

که څه هم د اوباما اداره د پاکستان د عملېاتوستاېنه کوی خو هغوی له دې سره په دې برخه کې خپله ستومانی او بېزاری هم بېانوی چې پاکستان په دې کې ناکا دی چی داسلامی افراطېانو د بشپړ گروپ سره چې ددوی له هېواد نه د ېوې اډې په توگه کار اخلی مقابله وکړی؛ په دې برخه کې ېواازې د پاکستانی طالبانو سره مقابله کوی ځکه ددوی حکومت ته خطر پېښوی ؛ په داسی حال کې چې هغه افراطېان ېې له نظر نه غورځولی دی چی په افغانستان کې له امرېکا سره جگړه کوی او دهند خلاف دترهگری اعمال سرته رسوی.

نېوېارک ټاېمز لېکیدغهخړپړتېا او جنجال زېات شوېدی که څه هم دامرېکا چارواکی په مداوم ډول په دې سېمه کې بدلېږی. داتشنج هغه وخت را څرگند سو چې دامرېکا خارجه وزېره هېلری کلنټن هند ته په سفر ولاړله او هلته ېې ووېل هغوکسانو چې د سپتمبر دېوولسمی نېټی حملی پلان کړی وی هغوی اوس په پاکستان کې پناه اخېستی ده.په دې برخه کې د پاکستان د خارجه وزارت له خوانه سملاسی دا خبره رد او نقض شوله.

نېوېارک ټاېمز لېکی کله چې د اوباما دادارې خاص استاځی رېچرد هالبروک د سه شنبی پهماښام پاکستان ته ورسېده نو داوبا ادارې ته ېې د پاکستان ډېره مهمه ارزېابی او کتنه وړاندی کړله.

د پاکستان نظر او تصور په هغه دوه ساعته مختصر معلومات کې د جمعی په ورځ دمعتبرو ماهرانو او دپاکستان د استخباراتو د رېاست له خوانهنېوېارک ټاېمز ته ورکړل شول. هغوی ددغی ادارې د پالېسېو سره سم دنوم له ښودلو نه ډډه وکړله. په دغه مختصر معلومات کې چې په تېرو څوورځوکې د نظامی منصبدارانو له خوانه هم ېادېده؛ مهم مساېل پکی په دې ډول وو.

ېوه مهمه برخه ېې داده چې : په افغانستان کې به د امرېکا ېې قواو زېاتوالی ؛د خارج له خوانه د افغانستاناشغال کېدلو ، نظر اوتصور تقوېه کړی. ددې په نتېجه کې به ډېر ملکی تلفات منځته راشی؛ ځاېې خلک به نور همبېگانه او بېزاره شی. په دې توگه به د خارجی قواوپه مقابل کې نو ر مقاومت هم زېات شی.

نېوېارک ټاېمز لېکی چې په دې کې غټه اندېښنه داده چې دامرېکا ېانو تهاجمی او تعرضی عملېات به طالبان دېته اړکړی چی دبلوچستان سرحد ته واوړی. بلوچستان دوزېرستان له قبېلوی سېمو سره سرحد لری. له بل پلوه دپاکستان عسکر له پخوا راهېسی د بلوچو بېلتونو غوښتونکېو له بغاوت سره په دغه اېالت کې مقابله کوی. نو هلته به د طالبانو زېاتېدل او اووښتل پاکستان دېته اړکړی چې په بلوچستان کېنور عسکر واچوی. خو پاکستان اوس دومره عسکر نلری. د پاکستان د استخباراتو ېوه چارواکی ووېل چی د هند له سرحد نه د عسکرو را کمول هېڅ امکان نلری.

خو دپاکستان اوامرېکا چارواکی ددواړو هېوادونو د انډېوالی مثبتی نښی هم څرگند کړیدی او هغه دا چی دواړه هېوادونه له ېوبل سره استخباراتی معلومات شرېکوی دامرېکا داستخباراتواداره چې بې پېلوټه الوتکی اداره کوی او پاکستاندافراطېانو په سنگرونو باندی دا ېف ١٦الوتېکو په واسط دقېق او رسا گوزارونه کوی. د پاکستان او امرېکا د استخباراتو غړی په گډه دطالبانو او القاعده دغړېودنېولو په برخه کې همکاری کوی.

خو داستخباراتودمختصر معلومات دا څرگنده کړه چې ددواړو هېوادونو ترمنځ اختلافات څه ډول دی . دامرېکا په نظر پاکستان تراوسه پورې هم د مختلفو اسلامی ډلو ترمنځخپل لاسپوڅی ټاکی او دښمنان په نښه کوی.

XS
SM
MD
LG