د لاس رسي وړ اتصالات

د بیت الله مسود میرمن وژل شوې


د پاکستاني طالبانو د مشر بیت اله مسود خپلوان وایی چه دهغه یوه ښځه په یوه هوایی حمله کی چه گمان کیږی د بی پیلوټه امریکایی الوتکود نوموړي د خسر په کور باندې وکړه، وژل شوې ده.

دا حمله نن د چهارشنبی په ورځ دوخته په جنوبی وزیرستان کی وشوه او لږ تر لږه یو کسپه کې وژل شوی دی.

د بیت اله مسعود خپلوان او عزیزان وایي چې څلور تنه ماشومان هم په دغه هوایي حمله کی ژوبل شوي دي.

له بلې خوا، په جنوبي وزیرستان کې د طالبانو پر مرکزونو باندې د پاکستان پوځ هوایی حملې ادامه لري.

د پاکستان پوځ وایي غواړي چې د طالبانو په خلاف د پراخو ځمکنیو عملیاتو نه مخکي هوایي حملې زیاتې کړي.

پاکستاني مقامات په بیت الله مسود باندې دا تورلگوي چې په حکومتي هدفونو باندې یې څو وارې وژونکې حملې کړي دي او هم دا چې په سیمه کې د القاعدې یو مهم ملگری دی.

XS
SM
MD
LG