د لاس رسي وړ اتصالات

برتانیه: افغانستان کې۴٠ کاله پاتې کیږو


د برتانیې د پوځ نوی قومندان وايي، کیدای شي په افغانستان کې د دوی ماموریت لږ تر لږه تر آینده ۴٠ کلونو پورې ادامه ولري.

جنرال ډیویډ ریچارډز د برتانیې د ټایمز ورځپاڼې ته ویلي دي چې په افغانستان کې روانه پروسه ممکن له ٣٠ نه تر ۴٠ کلونو پورې وخت ونیسي.

دغه جنرال چې د اگست په ٢٨ به په رسمي ډول د برتانیې د وسله والو قواوو مشري پر غاړه واخلي ویلي دي چې ددې هیڅ امکان نشته چې د ناټو قواوې دې دا وخت له افغانستان نه را ووځي ځکه چې اوس په افغانستان کې دې ته توجه په کار ده چې داخلي اداره جوړه شي او پخپله د افغانستان اردو او پولیس تقویه شي.

خو د برتانیې د دفاع وزیرات ته کاندید د مخالف گوند غړی لیام فاکس وايي چې له افغانستان سره د ٣٠ یا ۴٠ کالونو تعهد یې د ملک لپاره مشکل تمامیږي او په کار ده چې په دې اړه د برتانیې د بهرنیو چارو او امنیت په تگلاره له سره غور وشي.

د ناټو نوی عمومي منشي پرون وویل، په افغانستان کې د بریالیتوب لپاره نورو قواوو ته ضرورت دی.

انډریس فوگ راسموسن (بي بي سي) ته وویل چې ناټو د افغانستان په جنوب کې پرمختگ کړی دی او علت یې تر یوه حده دا وو چې دغې سیمې ته اضافي عسکر لیږل شوي دي.

ښاغلي راسموسن واک ته د رسېدو لږ وروسته وویل چې په افغانستان کې یو مهم هدف دا دی چې د امنیت ساتنې مسئولیت پخپله افغانانو ته وسپارل شي.

امریکا لا له وړاندې ویلي وو چې د دوی نظامي قومندانان ښايي افغانستان ته نورې قواوې وغواړي. د گرجستان پارلمان په عین وخت کې د حکومت دا پلان تصویب کړی چې افغانستان ته نور عسکر ولیږي.

تیرې څو هفتې په افغانستان کې د خارجي عسکرو لپاره د ٢٠٠١م کال را وروسته تر ټولو خونړی وخت وو.

XS
SM
MD
LG