د لاس رسي وړ اتصالات

ترکیه او عراق مذاکرات کوي


د ترکیی د باندنیو چارو وزیر د یوی ورځی دپاره عراق ته تللی ترڅو د دواړو هیوادونو ترمنیځ د تجارتي اړیکواو امنیت پر ښه والي خبري وکړي.

د ترکیی د باندنیو چارو وزیر احمد دوتګلو د سی شنبی په ورځ بغداد ته ورسیده او هلته د عراق د خارجه وزیر هوشیار زیباري دخواه ورته تود هرکلی وسو.

دوتګلو خبریالانو ته وویل چی هغه پلان لري چی د عراق صدراعظم نوري المالکي سره هم خبري وکړي. هغه زیاته کړه چی ترکیی یو لړ وړاندیزونه په پام کی نیولي دي چی په لړ کی به یی د عراق او ترکیی ترمنیځ تجارتي اړیکي لازیاتی پیاوړي سي او د دواړو هیوادونو ترمنیځ به د همکارۍ ګډه فضا رامینځ ته سي.

ترکیی د ۲۰۰۳ کال را په دیخواه چی د آمریکا په مشري د صدام حسین رجیم رانسکور سو، په دی لټه کی ده چی د عراق سره خپلی تجارتي اړیکی ښی کړي. دا په داسي حال کی ده چی د دواړو هیوادونو ترمنیځ اړیکی هغه مهال یو څه اغیزمنه سوی کله چی ترکیی پر کوردي یاغیانو بریدونو وکړل.

پرون په عراق کې چاودنو درانه تلفات واړول

پرون د عراق چارواکیو وویل، چی د بغداد په چاودنو کی په شمالی عراق کی ۴۴ کسان وژل شویدی. په دوه لاریو موټرونو کی چی بمونه پکی کیښودل شوی وو دموصل په ښار کی وچول شول او لږ تر لږه ٢٨ کسان یی ووژل او ١٥٠ کسان یی زخمی کړل.

چارواکیو وویل په دغو چاودنو کې د خازنه نومې کلي کی د شیعه گانو ٣٥ کورونه وران شول.

دا کلی د موصل ښار نه شل کیلومتره لیری پروت دی. موصل د سنی یاغیانو او نور و افراطیانو پوخ مورچل گڼل کیږی او ډیری حملی یی هلته کړیدی.

له بل پلوه په بغداد کی پولیس وایی چی په دوه بم چونو کی لږ تر لږه ١٦ کسان وژل شویدی او اتیا تنه زخمی دی. په دغه چاودنه کی هغه روځ مزدوران په نښه شویدی چی د پایتخت د شیعه اکثریت سیمه گڼل کیږی او هلته د روزمزدورۍ لپاره راټولیږی .

چارواکی وایی چی لږ تر لږه یو بل بم په بغداد کی وچاود خو تلفات یی معلوم ندی. په عراق کی په تیرکال کی تشدد او مرگ ژوبله کمه شویده خو دا حملی دا څرگندوی چی تشدد ادامه لری.

XS
SM
MD
LG