د لاس رسي وړ اتصالات

څومره چی انتخابات نږدی کیږي د طالبانو گواښونه زیاتیږي


د نیویارک ټایمز ورځپاڼه نن د پنجشنبی په ورځ لیکی چی طالبانو د جمهوری ریاست له انتخاباتو نه مخکی چی بله پنجشنبه به وشی؛دتهدید اوبیرولو مبارزه زیاته کړیده. هغوی رایو ورکوونکیو ته د راډیو داعلاناتو، جوماتونو او شبناموپه واسط خبرداری ورکوی چی رایو ورکولو ته ولاړ نشی؛ که نه نو ډیره کلکه سزا به ووینی.

د نیویارک ټایمز ورځپاڼه نن د پنجشنبی په ورځ لیکی چی طالبانو د جمهوری ریاست له انتخاباتو نه مخکی چی بله پنجشنبه به وشی؛ دتهدید اوبیرولو مبارزه زیاته کړیده. هغوی رایو ورکوونکیو ته د راډیو داعلاناتو، جوماتونو او شبناموپه واسط خبرداری ورکوی چی رایو ورکولو ته ولاړ نشی؛ که نه نو ډیره کلکه سزا به ووینی.

نیویارک ټایمز دیوه عینی شاهد له قوله لیکیچی د زابل په یوه جومات کی د طالبانو یوه قوماندان خلکو ته وویل چی طالبان به هغه گوته غوڅه کړی چی د انتخاباتو په نه پاکیدونکيرنگ ککړه سوی وی. تراوسه پوری یاغیانو دانتخاباتو دبهیرخلاف دکوم خاص تشدد او زور زیاتی په باب څه ندی ویلی ؛ حکومت او دایتلاف قواوی په دی برخه کی دهغوی داصلی نیت اوارادی په باب اټکلونه کوی.

دتهدید او تخویف مبارزه چی کم اوډیر یوه اونی مخکی پیل شویده، ددی څرگندونه کوی چی طالبان خپلی هلی ځلی زیاتوی او دانیت لری چی خپل نفوذ څرگند کړی اوخلک له انتخاباتونه لیری وساتی.

دنیویارک ټایمز ورځپاڼه لیکی چی کامیاب انتخابات دافغانستان د حکومت او همدارنگه د اوباما داداری او دهغویدمتحدینودهڅو لپاره ډیر اهمیت لری. هغوی غواړی دا څرگنده کړی چی د جگړی د اوو کلونو نه وروسته پرمختگ منځته راغلی دی او په افغانستان کی سوله او ثبات تامین شویدی.

د طالبانود تهدید او تخویف مبارزه د انتخاباتو اعتبار ته گواښ بلل کیږی. له دینه پرته هم له ډیرو ستونزو سره مخامخ دی؛ چی په هغی جمله کید رایو د جعلی کارتونو ، جعلی نوم ثبتونو ستونزی دیادونو وړدی اودا په انتخاباتوکی د ټگی په بابپوښتنی منځته راولی. ورځپاڼه لیکی دافغانستان په جنوب کی یاغیان قوی دی او دهغوی هلی ځلی پښتانهله حکومت نه نورهم لیری کولی شی، که چیری هغوی داسی احساس وکړی چی دهغوی غږ په رایو اچولوکی نه اوریدل کیږی.

نیویارک ټایمز لیکی چی دطالبانو دتهدید نه ډک یولیک دکندهار پریوه دیوال ځړول سوی و او دا گواښ په کی سوی و. ( تاسی باید په انتخاباتوکی گډون ونکړی ځکه چی موږ د رایو اچولو په مرکزونو باندی حملی کوو او که هر چا په انتخاباتوکی برخه واخیستله نو کلکه سزا به ورکړو. )

نیویارک ټایمز لیکیپه دغه شبنامه باندی هغه ډولمهر لگیدلی دی چی طالبانودخپل قدرت په وخت کی دافغانستانداسلامی امارت مهر باله. مخکی له دینه چی هغوی له قدرت نه وغورځول سی همدغه نوم ییاستعمالاوه. په شبنامه کی لیکل شویدی چی انتخابات جعلی دی اود افغانانو نه دی ځکه چی داهیواد، کافرانو اشغال کړی دی. نیویارک ټایمز لیکی چی نوری شبنامی دافغانستان په جنوب کی په کندهار اونورو بازارونوکی خپری شویدی.

د پنجوایی ولسوالۍ چې د کندهار له ښار نهلس میله لیری د غرب لوری ته پرته ده، یواوسیدونکی وایی یاغی طالبان په موټر سایکلونو باندی سپاره پرسړکونو گرځی او خلکو ته د خبرتیا پاڼی ورکوی .دهغوی ملاتړ کوونکی هم په جوماتوکی خبرتیاوی خپروی اوپه هغو راډیوگانو کی هم اعلانونه کوی چی په یوشمیر اولسوالیو کی یی فعالی کړیدی.

نیویارک ټایمز لیکی دافغانستان د پارلیمان یوغړی حآجی احمد شاه اڅگزی چی د سپین بولدک دی ،وایی چی هره ورځ موږ دا اورو چی طالبان په هرجومات کیتهدیدونه او گواښونه کوی اوخلک دیته هڅوی چی په انتخاباتوکی برخه وانخلی اوکه نه له خطر سره به مخامخ شی. هغه زیاته کړه چی طالبان په کلیوالی سیموکی برلاسی لری او دا به ناممکنه وی چی هلته انتخابات وشی. د حکومت په کنترول کی یوازی د اولسوالیو مرکزونه دی نور ځایونه د طالبانو په لاس کی دی.

نیویارک ټایمز دیوه بل تنله قوله لیکی چی دهیلمند په کجکی کی هم طالبان دراډیو له لاری تبلیغات کوی چی په انتخاباتوکی برخه وانخلی اود حکومت ملاتړ ونکړی ځکه چی ددوی کورونه ورانوی اوپرخلکو یی بمباری کوی.

نیویارک ټایمز دکجکی ددغه پنځه دیرش کلن سړیله قوله لیکی چی طالبان وایی دوی دوه سوه ځان مرگی دیته چمتو کړیدی چی درایو اچولو په حوزو باندی دانتخاباتو په ورځبریدونه وکړی. په دی توگه خلک بیرول شویدی او په انتخاباتوکی به برخه وانخلی. او دی وایی چی زه به په خپله هم دانتخاباتو ورځ په کور کی تیره کړم.

XS
SM
MD
LG