د لاس رسي وړ اتصالات

د انتخاباتو په درشل کې په کابل کې د تشدد نورې پیښې


وروسته ددی نهچهنن په کابل کی وسله والو سړو چه واسکټی بمونهیی اغوستلی ؤدښارپه منځ کی پهپه یوه بانک باندی یرغل وکړ، اوس د افغانستاند حکومتی امنیتی قواوی دښار په ډیرو برخو کید انتخاباتو په وخت دامنیت دساتلو لپارهځای په ځایشوی دی.

د حکومت ماموران واییچه ټوپکوالا نن سهار دوخته په زور د پښتنی تجارتی بانک یوی څانگی تهورننوتل، چې د جمهوری ریاست د ماڼئتقریبا یو کیلومتر لیری پروت دی.

د افغانستان د کورنیو چارو د وزارت د جرایمو ضد اداری امر جنرال عبدالجمیل جنبش وایی چه پولیسو په ځوابی حمله کی دهغه په قول دری تنه ټروریستان وژلی دی او هم ورڅخه دیرش میله وسلی ونیوله. جنرال جنبش وویل چه دری تنه پولیسان همزخمیان شوی دی.

د تشدد دا تازه پیښی نن په داسی حال کی وشوی چه دافغانستان د استقلال ورځ لمانځل کیده او د جمهوری ریاست او ولایتی شوراگانو د انتخاباتو لپاره حکومتی مقاماتو او دانتخاباتو کمیسونخپله وروستئ امادگی نیولهدافغانستان دپوځ قوماندانان او دنړیوالی قواوی اوس په دی باب زیاته اندیښنه لری چه دوسلهوالو چریکانو حملی به په رایی ورکوونکو باندی ناوړه اغیزه ولری.

د طا لبانو یوه ویاند ننپه کابل کی دپښتنی تجاتری بانکی په یوی څانگی باندی د څملی مسسولیتپه غاړه واخیسته او خبری اژانسونو ته یی وویل چه دغهحملیدانتخاباتو داخلالولو لپاره دطالبانو د یو شیمر نورو حملوبرخه ده، چهغواړی دانتخاباتو په وخت یی وکړی.

د سه شنبی په ورځ تقریبا شپاړس کسان په څو حملو کی ووژل شول او دافغانستان حکومتداخلی او خارجی مطبوعاتو نه نن وغوښتل چهدحملو په باب دی ریپوټونه نه خپروی، ځکه کیدی شی چه خلک د رایو ورکولو مرکزونو ته دویری نه رانه شی.

په عین وخت کی ناتو اعلان کړی دی چه دانتخاباتو په وخت به خپل نظامی عملیات بند کړی او دملگرو ملتونو عمومی منشی بانکیمون نن دافغانانو نه وغوښتل چه دتشدد دپیښو باوجود باید په انتخاباتو کی برخه واخلی.

XS
SM
MD
LG