د لاس رسي وړ اتصالات

طالبانو د پکتیکا په یوه روغتون حمله کړې


د افغانستان د حکومت یو چارواکی وايي، یوه ډله طالبان چې په موټر سایکلونو باندې سپاره وو، د پکتیکا په ولایت کې پر یوه روغتون حمله کړې او د حمله کوونکو او ایتلافي قواوو تر منځ په ډزو کې مرگ ژوبله پیښه شوې ده.

د پکتیکا د ولایت ویاند حمیدالله ژواک ویلي دي چې لږ تر لږه ١۴ حمله کوونکي وژل شوي او شپږ نور یې نیول شوي دي.

ژواک وویل چې د روغتون په یوه څانگه کې لا جگړه روانه ده او په ترڅ کې یې ددغه روغتون یو محافظ ژوبل شوی دی.

XS
SM
MD
LG