د لاس رسي وړ اتصالات

امریکايي مامورین: حکیم الله مسود وژل شوی


د آمریکا استخباراتي مامورین وايي چې د طالبانو یو مشر په یوه حمله کې څو اونۍ مخکي وژل سوی دی.

مامورینو د جمعې په ورځ وویل چې داسي شواهد موجود دي چې حکیم الله مسعود وژل سوی دی.

آمریکايي چارواکي په داسي حال کې د یاد سوي قوماندان د مرګ اعلان کوي چې پاکستاني مامورینو څو اونۍ مخکي د هغه مرګ تایید کړی و.

آمریکايي چارواکي وايي چې دوی په دې باور دي چې حکیم الله مسعود په یوه جګړه کې وژل سوی دی. د دېنه مخکي د پاکستاني طالبانو مشر بیت الله مسعود، د آمریکا د بې پیلوټه الوتکی په یوه حمله کې د اګست په میاشت کې ووژل سو. دوی دواړه د یوبل خپلوان نه وو.

د بلي خوا د جمعې په ورځ استخباراتي مامورینو وویل چې د ازبک تندرو مشر طاهر یولداش چې د القاعده ترهګرو سره یې هم اړېکې درلودې د آمریکا د بې پیلوټه الوتکې په یوه حمله کې په جنوبي وزیرستان کې د اګست میاشت په پای کې وژل سوی دی.

د دواړو مسعودانو او یولداش مړېنه به د یاغي طالبانو دپاره یو قوي ضربه وي او د دوی په مینځ کې به د مشرانو په ټاکلو کې یو لړ ستونزې رامینځ ته کړي.

XS
SM
MD
LG