د لاس رسي وړ اتصالات

اوباما افغانستان ته ١٣ زره غیر محارب عسکر لیږي


د امریکا یوه معتبره ورځپاڼه لیکی چی دامریکا جمهوررئیس براک اوباما دافغانستان لپاره ١٣ زره غیر محارب عسکر منظور کړیدی چی دغه هیوادته ولیږل شی.

د واشنگټن پوست ورځپاڼی نن د سه شنبی په ورځ رپوټ ورکړیدی چی دامریکا ددفاع وزارت پنټگان ١٣ زره غیر محارب عسکر منظور کړیدی چی افغانستان ته ولیږل شی. رپوټ لیکی چی داعسکر پر هغو ٢١ زرو محاربو عسکرو سر بیره دی چی براک اوباما د مارچ په میاشت کی منظور کړی وو.

چارواکی وایی چی په غیر محآرب عسکرو کی انجنیران، طبی پرسونل، او داستخباراتو ماهران شامل دی.

د پنټاگان چارواکی وایی چی د غیرمحآرب عسکرو زیاتوالی باید د اریانتیا وړنه وی. دامریکا د جمهوری ریاست اداری معمولا دعسکرو دغټ شمیر منظؤرولو او لیږلو په باب تبلیغا ت ه کوی. د مثال په توگه دامریکا پخوانی جمهوررئیس جورج بش یوازی هغه وخت خبری وکړلی چی شل زره تازه دم عسکر یی عراق ته ولیږل خو هغه د اتو زرو غیر محآرب عسکرو په باب چی له هغوی سره به عراق ته ولاړشی څه ونه ویل.

دیکشنبی په ورځ په کانگریس کی ددیموکرات گوند یوه مهم غړی وویل چی دی افغانستان ته دنورو عسکرو لیږل نه تائیدوی. که څه هم دا غوښتنه په افغانستان کی دامریکا یوه جگپوړه قوماندان کړیده . دامریکا د سنا د وسله والو چارو دکومیټی رئیس سناتور کارل لیوین وویل چی په افغانستان کی د ښی ستراتیژی جوړول تردی ډیر مهم دی چی په دغه هیواد کی دعسکرو شمیر زیات کړی شی.

خو د لیوین دگوند یوشمیر نو ر غړی او د جمهوری خواه گوند اکثریت وایی چی دافغانستان امنیت او حکومت ترهغه وخت پوری انکشاف نشی کولی چی ترڅو نور عسکر هلته ونه لیږل شی. جنرال ستانلی مکریستل خبرداری ورکړیدی چی که چیری امریکا نوری قواوی افغانستان ته ونه لیږی نو د طالبانو خلاف جگړه بایللی شی. دا فیصله به دامریکا جمهوررئیس برا ک اوباما کوی.

دامریکا جمهوررئیس براک اوباما په سپینه ماڼی کی له خپلو معتبرو سیاسی سلاکارانو سره مجلسونه کوی چی دستراتیژی په داسی مسایلو ورسره خبری کوی چی دا اته کلنه جگړه څنگه پر مخ بوزی.

رپوټ لیکی چی په افغانستان کی دعسکرو تلفات په دی څومیاشتو کی په ناڅاپی ډول زیات شویدی. په داسی حآل کی چی د طآلبانو اونورو افراطی ډلو خلاف تهاجمی عملیات هم زیات شویدی. له بل پلوه دخلکود نظریاتو سروی گانی څرگندوی چی دامریکا په عامو خلکو کی د جنگ ملاتړ کموی.

XS
SM
MD
LG