د لاس رسي وړ اتصالات

دوه امریکایانو نوبل د اقتصاد جایزه وگټله


امریکایې ایلینر آسترام او الېور وېلېمسن د ٢٠٠٩ میلادی کال د نوبل جایزې د دوشنبی په ورځ وگټلی. هغوی په دې برخه کې کا ر کړیدی چې د اوبو او هواد بدلون او د نړیوال اقتصادی رکود دمخنیوي سره به مرسته وکړی.

پروفیسور آسترام داسی سیاسی ، قانونی او اقتصادی مقررات تشخیص کړل چې د طبیعی منابعو د استعمال یا مخنیوی وکړی او یا یې په داسی توگه استعمال کړی چې طریقه یې ډیره موثره او دوامداره وی.

ویلیم سن د کلیفورنیا د برکلی استاد دموسساتو لپاره د اقتصادی اصولو په برابرولو کې کار کړیدی. په دې کې دا ښودل شوېدی چې موسسات څنگه جوړیدلی شی او څنگه پرمختگ کولی شی او په اقتصادی رشد باندی څه اغیزې لری.

د هغه په لیکنوکې دغټو کمپنیو د کار د طریقی او مقرراتو په برخه کې ډیر گټور شیان شته دی.

ډیر اقتصاد پوهان وايي چی د غټو کمپنیو ناکامئ د نړیوال اقتصادی رکود په منځته راوستلو کې ډیر نقش درلود.

XS
SM
MD
LG