د لاس رسي وړ اتصالات

جنوبي وزیرستان کې تازه عملیات


د پاکستان جیټ الوتکیو په جنوبی وزېرستان کې چی دافغانستان د سرحد په اوږدو کې پروت دی د افراطیانو په سنگرونو باندی بمباری کړې ده.

په داسی حا ل کې چې زمکنی قواوې ېوې پراخی زمکنی حملی ته د افراطیانوخلاف ځان چمتو کوی. دا هواېې بمباری وروسته له هغه نه کیږی چې ترهگرانو په تېره اونی کې پر حکومت سختی حملی وکړلی او دهغو په ترڅ کې تقرېبا ١٠٠ تنه ووژل شول.

دتېرې ېکشنبی په ورځ ېوه ځان مرگه، دسوات دری ته نېژدی په ېوه نظامی کاروان باندی حمله وکړله او ١۴ کسان ېې پکې ووژل. جگړه مارانود ملگرو ملتونو په دفتر باندی په اسلام اباد کې هم حمله وکړله.

د پېښور په ېوه مارکېټ کې چی گڼه گوڼه پکې ډېره وه هم حمله وشوله. د راولپنډی په ښارکې د پوځ په مرکزی دفتر کې هم د ېوې حملی په ترڅ کې پوځېان برمته کړل.

رپوټ واېې چې دنن ورځی بمبارېو کې دطالبانو پاخه سنگرونه په مکېن لادا، او نوازکوټ کې په نښه شوی ول. چارواکی واېې چې لږ تر لږه دوه کسان په دغو حملو کې وژل شوی وو.

د پاکستان حکومت واېې چې د افراطېانود زېاتره حملو پلانونه په دې ملک کې په قبېلوی سېمو کې جوړېږی.

دپاکستان پوځ له څو مېاشتو راهېسی دېته ځان چمتو کوی چې په دغه سېمه کې پراخه حمله وکړی. چارواکی واېې چې حمله به ډېره ژر پېل شی. دملگرو ملتونو چارواکی واېې چې ددې نوی حملی داټکل له امله تراوسه پورې تقرېبا ٨٠ زره کسان له قبېلوی سېمونه نورو ځاېونو ته تللی دی.

XS
SM
MD
LG