د لاس رسي وړ اتصالات

جنوبي کوریا افغانستان ته خپل عسکر استوي


جنوبي کوریا هغه پلانونه اعلان کړي دي چی غواړی افغانستان ته عسکر واستوي چی هلته د خپلو ملکیانو او د سولي د کارکونکو ژوند وساتي.

د جنوبي کوریا د بهرنیو چارو د وزارت نطاق ( مون تای ینگ ) وویل چی حکومت یې غواړی په افغانستان کی د بیارغوني د چارو د کارکونکو شمیر زیات کړی او د هغوی د حفاظت او ساتني د پاره به پولیس او عسکر ور واستوي.

مگر ( مون ) په دې باندی ټینگار وکړ چی دغه عسکر به په جگړو کی برخه نه لری.

دا اعلان تقریبا دوه کاله وروسته له هغه کیږی چی جنوبي کوریا خپل ٢٠٠ تنه نظامي طبي کارکونکي او انجینیران د افغانستان نه وایستل او وروسته طالبانو د جنوبي کوریا دوه تنه اتباع وتښتول او هغوی یې ووژل.

کله چی طالبانو دغه یرغمل کسان ورسره ساتلي وو، د جنوبي کریا نه به یې غوښتني کولې چی خپل عسکر دی د افغانستان نه وباسی.

د جنوبی کوریا دا وروستۍ فیصله چی اوس افغانستان ته نور عسکر استوي باید د هغه هیواد پارلمان هم منظوره کړی، مگر حاکم گوند په پارلمان کی کافي شمیر چوکۍ لری چی دا پریکړه منظور کړی.

XS
SM
MD
LG