د ویتنام چارواکي وايي چې د مارینا په نامه د یوه طوفان په وجه ډیر سخت بارانونه شوي او سیلاونه راغلي دي چې په کې تقریباْ ۱۰۰ کسه وژل شوي او لږ تر لږه ۲۰ تنه ورک دي.
دغه طوفان څه د پاسه ۱۴ زره کورونه نړولي او ۳۰ زره هکتاره زراعتي ځکمي یې تر اوبو لاندې کړي دي. په دې طوفان کې په لس ګونو زره خلګ بې کوره شوي او ډیر نور خلګ لا په حکومتي ودانیو کې اوسېږي.
د ویتنام د دفاع وزارت دغه طوفان ځپلو سیمو ته څه د پاسه ۴ زره عسکر استولي دي چې خلګ وژغوري او په ګوښه او لېري پرتو سیمو کې د هلیکوپترو په وسله خوراکي مواد او د ضرورت وړ نور شیان خلګو ته ورواچوي.