د لاس رسي وړ اتصالات

د خوگانو زکام تر اوسه ١٠ افغانان وژلي


د افغانستان حکومت ښونځي او پوهنتونونه د نوامبر تر پایه پورې د اچ ون ان ون د زکام د پېښو له ویرې وتړل. د جولای راهیسې ٣٥٠ پېښې په افغانستان کې تثبیت شوي دي. په ټول هیواد کې تر اوسه پورې ٧٧٢ ثابتې شوې پېښې دي او په هغو کې لس اخته شووخپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

افغان مامورین وايي د اچ ون ان ون ټولې پېښې په کابل، پروان، هرات، کندهار، ننگرها او بامیانو کې موندل شوي دي.

د افغانستان د عامې روغتیا وزیر ډاکتر سید محمد امین فاطمي وايي چې تر اوسه پورې یواځې افغانانان له دغه ویروس نه وژل شوي دي. فاطمي وايي:

"هغه اساسي دلیل چې مرگونه شوي دي دادی چې په دې ویروس اخته کسانو روغتیايي مراکزو ته ډیر وروسته مراجعه کړیده. په بهرنیو مصابینو کې اکثریت یې د ناتو په قواوو کې شامل دي او څنگه چې دوی په خپل وخت خپله معالجه کړې نو ځکه یې د ژوندي پاتی کیدلو چانس یې زیات ؤ".

په افغانستان کې د ملگرو ملتو د نړیوال روغیتا د سازمان استازی پیتر گراس وايي که څه هم په افغانستان کې د روغتیا په برخه کې پرمختگونه رامنځ ته شوي دي خو بیاهم ډیرو زیاتو کارونو ته اړتیا شته ده. گراس وايي:

د شپیتو نه تر اویا په سلو پورې افغانان کولی شي پس له دوه ساعته په پښو یا د موټرو په تگ روغتیايي مراکزو ته ځانونه ورسوي. دا دا معنی لري چې د بهترینو شرایطو لاندې اوس هم یو کافي شمیر افغانان لرو چې دغو مراکزو ته لاس رسي نه لري.

هغه وايي د افغانستان روغتیايي خدمات ددې جوگه دي چې د اچ ون ان ون د شیوع سره مقابله وکړي. مگر هغه زیاتوي چې د اخته شوو کسانو حقیقي شمیر به زیات وي نو ځکه باید دداسې یو حالت لپاره تیاري ونیول شي چې د ملک په څلورمه برخه جمعیت په دغه ویروس اخته شي.

گراس وايي د روغتیا نړیوال سازمان یوولس ملیونو ډوزو واکسین ته انتظار باسي. گراس وویل:

" نیم ملیون دوز واکسین به افغانستان ته راورسیږي، نو ځکه د ټول تولید شوي واکسین نه به په سلو کې شل افغانستان ته واستول شي، نو ځکه دا یو ښه زیری دی. د افغانستان حکومت د خپلو بین المللي دوستانو سره د لیږدلو په فکر کی دی".

د اچ ون ان ون ویروس د زکام د نورو ډولونو د ویروسونو سره په دې سبب توپیر لري چې په اوړي کې باقي پاتې کیږي او حتی د ٦٥ کالو نه کم عمره روغ کسان هم اخته کولی شي. نړیوال روغتیايي سازمان وايي چې ددې ویروس اکثریت اخته شوي کسان بیله دې چې په روغتون کې بستر شي په خپله رغیږي.

تیره هفته، نړیوال روغتیايي سازمان وايي چې په نړی کې اچ ون ان ون ویروس د نورو ویروسونو په تله ډیر غالب نسل دی. تر اوسه پورې په ټوله نړی کې څه کم نیم ملیون خلک په اچ ون ان ون ویروس اخته شوي دي خو ددوی نه یوازې ٥٧٠٠ یې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. دا خبره د ملگرو ملتو دا اداره کړیده.

XS
SM
MD
LG