د لاس رسي وړ اتصالات

د جرمني د دفاع وزیر افغانستان ته تللی


د جرمني ددفاع وزیر افغانستان ته تللی او هلته د افغانستان د جمهور ریس حامد کرزي او د ناټو او آمریکايي قواوو د قوماندان جنرال مکریستل سره ګوري.

کارل توېدور زو ګوتن برګ نن د پنجشنبې په ورځ په ناڅاپي ډول کابل ته ولاړ او ټاکل شوېده چې هلته به د افغانستان د دفاع وزیر عبدالرحیم وردک سره وګوري.

جرمني په افغانستان کې ۴ زره عسکر لري چې ډیر یې د افغانستان په شمال کې پراته دي.

له بلي خوا د آمریکا پوځ وايي چې افغان او نړیوالو قواوو نن د پنجشنبې په ورځ د عملیاتو په ترڅ کې د غزني په ولایت کې څو یاغیان وژلي دي.

دغه راز د دغو قواوو په خبر پاڼه کې راغلي چې په دغو عملیاتو کې قواوو د یاغیانو یوه ډله نیولې چې په کښي د طالبانو یو مشر چې پنځوس یاغیانو یې ترلاس لاندي فعالیت کاوه، هم شامل دی.

XS
SM
MD
LG