د لاس رسي وړ اتصالات

چاودنی په خوست کې ٥ ملکیان ووژل


د افغانستان په ختیځو ولایتونو کی، ځایی چارواکی وایی چی دسړک دغاړی یوبم په په خوست کی پنځه ملکی افغانان وژلی دی او دری تنه نور یی زخمی کړیدی.

چارواکی وایی چی دا پیښه د خوست ولایت د اسمعیل خیلو په اولسوالی کی وشوه او د پیښی ټول قربانیان دیوی کورنی وو.

په عین حآل کی په افغانستان کې نړیوالو قواو د سه شنبی په ورځ وویل چی سر تیرو طالبانو دامریکا یو عسکر د جنوب په یوه ولایت کی ددوشنبی په ورځ وواژه. ناټو په دی برخه کی نور تفصیلات ورنکړل.

د ناټو اوافغانستان چارواکیو ددوشنبی په ورځ وویل چی د یاغیانو حملو په ختیځ او جنوب افغانستان کی دامریکا دوه تنه عسکر وژلی دی او دافغانستان اته تنه عسکر یی وژلی دی.

همدارنگه ددوشنبی په ورځ ناټو خپل غړی هیوادونه دیته وهڅول چی دافغانستان لپاره نور عسکر، تجهیزات او مالی مرستی برابری کړی.

دناټو یو نطآق جیمز اپاتورای وویل چی د ناټو رئیس اندرس فا راسموسین په دی وخت کی په مذاکراتو بوخت دی چی دناټو دماموریت لپاره نوری مرستی اومنابع ترلاسه کړی چی دناټو له خوانه د روزنی نوی پروگرام پیل شی. دناټو پوځ ته په افغانستان کی دا ماموریت ورکړل شویدی چی دافغانستان پوځ او پولیس وروزی.

رپوټ وایی چی تمه ده دناټو خارجه وزیران په راتلونکی اونی کی له یوبل سره ددی لپاره ملاقات وکړی چی دجگړی د هڅو لپاره دنورو منابع په پیدا کولو بحث وکړی او تمه ده چی یو شمیر غړی هیوادونه به دنورو منابعو د ورکولو ژمنه وکړی.

XS
SM
MD
LG