د لاس رسي وړ اتصالات

د طالبانو مشر له حکومت سره مذاکرات رد کړل


په یوه اعلامیه کی چی ویل کیږی د افغانستان د طالبانو د مشر ملا محمد عمر لخوا خپره شوی ،د ملک د اته کلنی جگړی د پای ته رسیدو لپاره د سولی د مذاکراتو غږ بیا هم پکی رد شوی دی.

د افغانستان جمهور ریس حامد کرزی تیره اونی د خپلی لوړی د مراسمو په ترڅ کی د یاغیانو سره د مذاکراتو کولو غوښتنه بیا تکرار کړی وه.

په یوه خبر لیک کی چی د طالبانو په انټرنیټی پاڼه کی نن خپوره شوی ، د طالبانو مشر ویلی چی په هیڅ ډول به په هغو مذامکراتو کی برخه وانخلی چی په افغانستان کی د خارجی قواوو د شته والی موده اوږده کړی.

ملا عمر د امریکا په اړه په داسی حال کی خبری وکړی چی جمهور ریس براک اوباما په نظر کی لری چی د افغانستان په اړه د نوي ستراتیژی اعلان وکړی چی په هغو کی به افغانستان ته ممکن د زرگونو عسکرو لیږل هم شامل وی.

ملا عمر د خبرلیک په یوه برخه کی د امریکا خلکو او سیاسی مشرانو ته په خطاب کبی ویلی چی په افغانستان کی به د هغوی ماته د نورو عسکرو په لیږلو سره دفاع نشی.

هغه د افغانستان نه د خارجی قواوو د وتلو غږ وکړ.

ملاعمر مخکی لا ویلی و چی د خارجی قواوو د وتلو مخکی به په هیڅ ډول مذاکراتو کی برخه وانخلی.

امریکایی او افغان مشرانو د هغو طالبانو سره د مذاکراتو غږ کړی و چی د القاعدی سره تړاو ونلری، وسلی په ځمکه کیږدی او د افغانستان په سیاسی بحیر کی داخل شی.

ځینی یاغیان د دی فرصت نه په گټی اخیستو سره د حکومت سره یو ځای شوی دی، خو د طالبانو کومی غټی ډلی د مذاکراتو ملاتړ ندی کړی.

ملا عمر همدا شان په طالبانو غږ کړی چی په افغانی او امریکایی قواوو باندی د حملی په وخت کی ملکی خلکو ته مرگ ژوبله وانه ړوی .

د طالبانو په حملو کی معمولا ملکی خلک وژل کیږی او امریکایی چارواکی وایی چی طالبان د ملکی بی گناه خلکو نه د بشری سپر پحیث کار اخلی.

ملا عمر په ٢٠٠١ کال کی د امریکا د حملی راهیسی پټ دی ، خو هغه اکثرا خپلی لیکل شوی اعلامیی خپروی، خپل ملاتړ کونکی خوشحالوی او د افغانستان حکومت او خارجی قواوی تورنوی.

افغان او امریکایی چارواکی گمان کوی چی ملا عمر په پاکستان کی پټ دی ، خو پاکستانی چارواکی په دی ټینگار کوی چی چی هغه په پاکستان کی نشته.

XS
SM
MD
LG