د پاکستان په باجوړ ایجنسۍ کې محلي چارواکي وايي چې د بم په چاودنه کې د طالبانو ضد یو قومي مشر وژل شوی دی.
چارواکي وايي چې شاهفر خان نن د جمعې په ورځ د اختر د لمانځه د ادا کولو وروسته د خپل کور پر خوا ور روان و چې د بم چاودنه پرې وشوه او په کښي ووژل شو.
په دغه چاودنه کې چې د بادان په کلي کې د افغانستان سرحد ته نږدې وشوه څو کسه نور ټپیان شول.
په پاکستان کې اختر په رسمي ډول صبا د شنبې په ورځ پیل کیږي خو د باجوړ په اجنسۍ کې خلګو د افغانستان په شان نن اختر کړی دی.
خان د باجوړ په اجنسۍ کې د یوه مشر په توګه هغه مهال مشهوره شو کله چې یاغیانو تیر کال د هغه نه مخکي قومي مشر په یوه ځانمرګه برید کې وواژه.
د صوبه سرحد په قبایلي سیمو کې د یاغیانو حملو هغه وخت زور واخیسته چې د پاکستان پوځ تیره میاشت په جنوبي وزیرستان کې د یاغیانو پر ضد عملیات پیل کړل.