د لاس رسي وړ اتصالات

د اجمل قصاب وکیل د دندی نه لیری شو


په هند کې یوه قاضي هغه وکیل له دندې نه لیرې کړیدی چې د بمبي په ښار باندې د تیر کال د تروریستي برید یواځیني ژوندي پاتي شوي وسله وال کس استازیتوب یې کاوه.

قاضي ام ال تاهیلیاني وویل چې دغه وکیل یې پدې خاطر له دندې لیرې کړیدی چې د هیواد د اصولو نه یې خلاف کار کاوه او هڅه یې کوله چې د محکمې کار وځنډوي. قاضي اوس د هغه پر ځاي د هغه مرسیتال وکیل کې پي پاوار ټاکلی دی تر څو د محمد اجمل قصاب استازیتوب وکړي چې د بمبي په بریدونو کې د لاس لرلو تور پرې لګول شویدی. .

د بمبي تجارتي ښار اوسیدونکو تیره اوونۍ د بمبي په ښار باندې د تیر کال د تروریستي حملو د قربانېا نیو د یادلو د مراسمو په ترڅ کې شمعې بلې کړې او د دعا مراسم یې ترسره کړل.

دا پیښې د 2008 کال د نومبر د میاشتې په 28 مه نیټه وشولې، لسو تنو وسله والو کسانو چې په درنو او سپکو وسلو سمبال و، د بمبي ښار په مخلتفو سیمو باندې یې حملې وکړې چې د بمبي ښار مشهور هوټلونو او د یهودانو مرکزونه پکې شامل وو. پدغو بریدونو کې چې پوره 60 ساعته یې دوام وکړ، 160 تنه پکې ووژل شول.

د پاکستان حکومت د پیښې په اړه هغه اوه تنه محاکمه کړل چې د پیښې په پلان جوړولو کې یې مرسته کړې وه.

څارنوالانو تیره اوونۍ وویل چې دغه اووه تنه مشکوک کسان د لشکر طیبه افراطي ډلې غړي وو چې مرکز یې په پاکستان کی دی. هندوستان او د امریکا متحده ایالات د بمبي بریدونو پړه د همدغې ډلې په غړو باندې اچوي

XS
SM
MD
LG