د پاکستان چارواکی وایی چی یوه ځان وژونکی د صوبه سرحد کی په نارامه سیمه کی یو سیاستمدار وژلی دی. چارواکی وایی چی ځان وژونکی د سه شنبی په ورځ ځان په بم والوزاوه او د پارلیمان غړی شمشیر علی خانات یی په خپل کور کی وواژه.
د وژل شوی سیاستمدار کور په کانجو کی دی چی د سوات په مهم ښار مینگوره کی پروت دی.
د سوات په ناوه کی څه موده مخکی د پاکستان پوځ تهاجمی حملی وکړلی چی طالبان له دغی سیمی نه وباسی.
د پاکستان یاغیانو له تیرو دوه میاشتو راهیسی چی د پاکستان پوځ په جنوبی وزیرستان کی تهاجمی حملی پیل کړیدی ، په سونو کسان په د بم په چونو کی وژلی دی.
د دوشنبی په ورځ د پاکستان پوځ رپوټ ورکړ چی په جنوبي وزیرستان کې له یاغیانو سره یی خونړی جگړی روانې دي:
په خیبر ایجنسی کی د پیښور مهم ښار ته نیژدی د پاکستان د پوځ یوه منصبدار وویل چی په تازه عملیاتو کی د دوی عسکرو تقریبا ٦١ افراطي کسان وژلي دي او تر ٨٠ نه ډیر یی زخمي کړیدي.
برید جنرال فایض محمود قمر د دوشنبې په ورځ په خیبر کی یوه خبری کنفرانس کی وویل چی په نیول شویو کسانو کی افغانان او ازبکان شامل دي.
د پوځ دا خبر کومی مستقلې منبع ندی تائید کړی.
همدارنگه د دوشنبی په ورځ د پاکستان د پوځ یوه بل نطآق جگړن فضل الرحمن وویل چی امنیتی قواوو١٠ تنه مشکوک افراطیان د کورمی په علاقه کی وژلي دي. په دی سیمه کی د شیعه گانو اکثریت موجو ددی او دافغانستان سرحد ته نیژدی دی.
د پاکستان قواو د اکتوبر د میاشتی د نیمایی راهیسی په جنوبی وزیرستان کی تهاجمی عملیات پیل کړیدی او وایی چی تراوسه پوری یی تقریبا ٥٠٠ افراطیان په دغو عملیاتوکی وژلی دی.