د لاس رسي وړ اتصالات

کراچئ کې له مرگانۍ حملې وروسته گډوډي


(عکس: AP) په زرگونو پاکستانیانو په هغه جنازه کی گډون وکړ چی دیو ی ځان مرگه حملی له امله پکی ۴٣ کسان ددوشنبی په ورځ وژل شوی وو. دغه چاودنه پرون د کراچئ په ښار کې هغه وخت وشوه چې خلکو د عاشورا ورځ لمانځله.

یوشمیر شیعه گانو چی د سه شنبی په ورځ په جنازه کی گډون وکړ امریکا یی ددغی حملی له امله ملامتوله. نورو بیا پر اسراییلو او طالبانو باندی ملامتیا ور اچوله او غندل یی .

د پاکستان چارواکیو ددغو بم چونو پړه پر سنی افراطی ډلو باندی ور اچولی ده.

حکومت وایی چی هغوی له طآلبانو سره لاس یو کړیدی چی پاکستان بی ثباته کاندی. خو یوی ډلی هم ددغی حملی مسوولیت په غاړه ندی اخیستی.

ځان مرگه برید کوونکی خپل ځان د شیعه گانو د عاشور دا مراسموپه لمانځلو کی ځان په بم والوزاواه.

د پاکستان جمهوررئیس وویل چی افراطیان کوشش کوی چی په لوی لاس باندی د حکومت جگړه داسلامی افراطیانو خلاف په طایفه او مذهبی جگړه باندی بدله کړی. آصف علی زرداری وویل چی دافراطیانو مقصد دادی چی د پاکستان خلک له یوبل سره په جگړه اخته شی.

قهریدلو شیعه گانو په کراچی کی له چاودنی نه وروسته بلوا وکړله، هغوی په کاڼو گوزارونه کول ، هوایی ډزی یی کولی، اوموټرونو او و دانیو ته یی اور اچاوه.

د اطفایی ماموران د سه شنبی په ورځ هم د اورو وژلو ته ادامه ورکړی وه.

چارواکی وایی چی تقریبا ٥٠٠ دوکانونه خراب سول او دملیونو ډالرو خساره ورته رسیدلی وه.

ددوشنبی دورځی د بم چونی پیښه په کراچی ښار کی دریمه ده چی د عاشورا په مراسمو کی سرته رسیږی.

یو کوچنی بم د شنبی په ورځ هم د شیعه گانو د عاشورا په مراسمو کی وچاود او تقریبا شل تنه یی زخمی کړل.

تر دې یوه ورځ وروسته یوه ځای مرگه د پاکستان ترولکی لاندی کشمیر په پایتخت مظفر اباد کی د شیعه گانو په یوه جومات کی ځان په بم والوزاوه او لس تنه یی پکی ووژل.

د پاکستان پوځ یوه تهاجمی حمله پیل کړیده چی د صوبه سرحد په قبیلوی سیمه کی طالبانو له خپلو پخو مورچلونو نه راوباسی.

خو ا فراطیانو د پوځ د غی حملی ته په ټول هیواد کی د بمونو په چولو سره ځواب ورکړیدی. خو کراچی ترزیاتی اندازی پوری له دغی مرگ ژوبلی نه خوندی پاتی شویده.

سنی مسلمانان شیعه گان، ر افضیان او بدعتیان بولی. شیعه گان د پاکستان د نفوس پنځمه برخه تشکیلوی. اوسنیان د پاکستان دنفوس په سلوکی اویا برخی دی.

XS
SM
MD
LG