د لاس رسي وړ اتصالات

ایران کی دری کسان په دار ځړول شویدی


په ایران کې چارواکو درې کسان د جنسي تیري او قتل په قضیو کې اعدام کړیدي.

د ایران مطبوعاتو ویلي دي چې دغه کسان نن د دوشنبې په ورځ د تهران په یوه زندان کې په دار وځړول شول.

د ایران خبري ادارو ویلي دي چې دغو کسانو په دوولسو ښځو باندې جنسي تیری کړی وو او له هغې جملې نه یې اوه تنه وژلې هم وې.

د شریعت له مخې په ایران کې د جنسي تیري او قتل مجرم ته د مرګ سزا ورکول کیږي.

د عفوې نړیوالې ادارې د 2009 کال په رپوټ کې ویلي دي چې ایران په 2008 کال کې پوره 346 تنه په هغه هیواد کې اعدام کړیدي.

XS
SM
MD
LG