د لاس رسي وړ اتصالات

د یمن مشر د القایده  سره مذاکرات غواړی


د یمن جمهور ریس علی عبدالله صالح د امریکا د فشار سره سره چی د القاعدی ترورستی ډله وځپی وایی چی حاضر دی د القاعدی د یاغیانو سره مذاکره وکړی.

په یوه مرکه کی چی نن خپره شوه ښاغلی صالح ویلی چی حاضر دی د القاعدی د هغو غړو سره خبری وکړی چی خپلی وسلی په مځکه کیږدی، تشدد وغندی او د عقل او منطق نه کار واخلی.

له هغه وروسته چی په یمن کی د القاعدی غړو د امریکا د هوایی شرکت په الوتکه باندی د ناکامی ترورستی حملی مسولیت په غاړه واخیست ، واشنگټن په یمن کی د القاعدی د غړو موجودیت نړیوال امنیت ته یو گواښ وباله.

د یمن حکومت همدا شان د القاعدی د هغو غړو پرخلاف د بریالیتوب ادعا کړی چی نه غواړی تشدد وغندی.

هغوی ویلی چی تیره میاشت د القاعدی پرخلاف په بمباری کی لږ تر لږه ٣۴ یاغیان وژل شوی دی.

د اوباما حکومت ژومنه کړی چی د یمن سره مرستی زیاتی کړی ، تر څو د تروریزم پرخلاف د هغوی سره پولی مرستی وکړی او د یمن امنیتی قواووی وروزی.

XS
SM
MD
LG