د لاس رسي وړ اتصالات

گیټس او پاکستان د جگړې ستراتیژي څیړي


د امریکا د دفاع وزیر ښاغلی رابرت ګیټس اسلام آباد ته رسیدلی دی او هلته د پاکستاني مشرانو سره د افغانستان لپاره د آمریکا پر نوې تګلارې باندې خبرې کوي.

ګیټس وویل چې هغه به د خپل سفر پر وخت پاکستاني مشرانو ته د دې ډاډ ورکړي چې آمریکا به د اوږدې مودې لپارې خپلې مبارزې ته ادامه ورکړي او د پاکستان د ملګري په توګه به پاته شي.

پاکستان ته خپل د سفر په ترڅ کې ښاغلي ګېټس نن د پنجشنبې په ورځ د خپل سیال د پاکستان د دفاع د وزیر ښاغلي احمد مختار سره وکتل.

آمریکا او پاکستان غواړي چې په سرحدي سیمو کې چیري چې د افغانستان د طالبانو غړو پناه وړې ده، خپل نظامي عملیات پراخ کړي. اسلام آباد ته د رسېدلو مخکي ښاغلي ګیټس وویل چې په صوبه سرحد کې د یاغیانو ډلې په ګډه سره کار کوي.

ښاغلي ګیټس زیاته کړه چې د دې نه وروسته پاکستان نور نشي کولای چې د هغه په وینا د سرطان د مرض یوه برخه له پامه وغورځوي او داسي وښيي چې دغه برخه هیڅ تاثیر نلري.

XS
SM
MD
LG