د لاس رسي وړ اتصالات

ترکیې کې د افغانستان په اړه د سوداگرو غونډه


په روانه اوونۍ کې په ترکیه کې د افغانستان په اړه یوه دوه ورځنۍ سیمه ایزه غونډه جوړه شوې وه چې هدف یې د افغانستان سره د مرستو په لارو چارو باندې بحث کول وو.

دغه غونډه په لندن کې د نړیوالې غونډې نه چې د همدې میاشتې په 28 مه به وشي، وړاندې جوړه شوې وه.

پدغې دوه ورځنۍ غونډې کې زیات شمیر هغه نړیوالان سوادګر سره راټول شوي وو چې په افغانستان کې کاروبار لري. خصوصي سکتور د افغانستان په بیارغونه کې زیاته مرسته کوي.

د ترکې یو تن قرار داد کوونکی (هکان انصال) چې د اروپایي ټولنې په مالي مرسته یې په زیاتو پروژو کې کار کړیدی؛ غونډې ته په وینا کې د افغانستان د وضعې په اړه داسې وویل:

"مونږ په درې د پاسه دوه زرم کال کې لږ امکانات درولود خو پرمختیایي کارونه مو زیات وو. په هغه کال کې د عسکرو شمیر لږ وو خو امنیت ډیر ښه وو. اوس په لس د پاسه دوه زرم کال کې امکانات زیات دي خو پرمختګ بیخي کم دی. عسکر زیات شویدي خو امنیتي وضع خرابه شویده. مونږ باید په افغانستان کې خپله تګلاره بدله کړو.مونږ باید پخپلو امنیتي او پراختیایي تګلارو کې بدلون راولو".

حکمت چیتن د ترکې د بهرنیو چارو پخوانی وزیر او په افغانستان کې د ناټو تر ټولو لوړرتبه پخوانی ملکي استازی و. ښاغلی چیتن وایي چې د افغانستان د جګړې د ګټلو لپاره پرمختیایي کارونه خورا مهم دي. چیتن وایي چې په افغانستان کې د جګړې د ګټلو په خاطر باید د طالبانو سره د جګړې په تګلارې کې بدلون راشي.

"مونږ د طالبانو نه یوازې پدې نه خلاصیږو چې هغوي ووژنو، که هغوي دیته غاړه کښیږدي چې د افغانستان اساسي قانون او د افغانستان حکومت ومني ، نو بیا د هغوي د لوړرتبه مشرانو او یو شمیر هغو غړو نه یې پرته چې زیات جرمونه یې کړیدي،دا امکان لري چې د هغوي سره روغه جوړه وشي. خو تر اوسه پدې اړه هیڅ کومه تګلاره نشته.زه هیله لرم چې د لندن په کنفرانس کې او د هغه نه وروسته به نړیوال پدې وتوانیږي چې د دې ستونزې لپاره یو سیاسي حل پیدا کړي".

په غونډې کې ډیری سوداګرو دا ومنله چې په افغانستان کې بریالیتوب پدې معنی دی چې لومړی باید یوه واضحه تګلاره وي او دغه تګلاره باید د افغانستان د حکومت تر مشرۍ لاندې پر مخ ولاړه شي.

دغو سودګرو خوشبیني وښوده چې په افغانستان کې زیاتې زیرمې شته دي چې د هغه هیواد په اقتصادي پرمختګ کې مرسته کولی شي.

انصال یو ځل بیا داسې وویل: "افغانستان یو غریب مملکت ندی. افغانستان د سرو زرو، سپینو زرو او مسو زیات کانونه لري.افغانستان تیل او ګاز لري. افغانستان یو ډیر غني هیواد دی. که چیرته په افغانستان کې اقتصادي پرمختګ ونشي نو یوازې په عسکرو دغه جګړه نه ګټل کیږي".

که له یوې خوا د امریکا متحده ایالاتو او نورو نړیوالو هیوادونو ویلي دي چې افغانستان ته به نور 40 زره عسکر استوي خو لوړرتبه نظامي صاحب منصبان او استخباراتي کارپوهان وایي چې وخت په ختمیدو دی او هر څه باید زر تر زره وشي.

طالبانو لا پخوا خپل حکومت جوړ کړیدی ، هغوي تر خپل کنترول لاندې په سیمو کې محکمې جوړې کړیدې او د خلکو ستونزې حل کوي.

XS
SM
MD
LG