د لاس رسي وړ اتصالات

پیټریس: د پاکستان او قبایلي مشرانو ترمنځ همکاري پکار ده


د مرکزي آسیا او منځني ختیځ لپاره د امریکایي قواوو قوماندان جنرال ډیوډ پیټرویس وایي د دې احتمال شته چې پاکستان دیته مجبور شي چې د افغانستان پولې ته نږدې د پرتو قومونو سره ځیني تړونونه وکړي تر څو په سیمه کې د خپل پوځ بریاوې غښتلې کاندي.

پیټرویس وایي چې پاکستان په یوازې ځان دا کار نشي کولی. پاکستان مخکې هم دا شان تړونونه کړي و خو ناکامه شوي وو.

امریکایي چارواکي بیا هم شک لري چې دا ځل به هم دغه تړونونه کومه خاصه نتیجه ونلري.

د ستراتیژیکو او نړیوالو مطالعاتو په مرکز کې د وینا پر مهال جنرال ډیوډ پیټرویس د پاکستان د پوځ هغه عملیات وستایل چې څه موده وړاندې یې د افغانستان پولې ته نږدې د هیواد په قبایلي سیمو کې د تروریستي ډلو پر ضد کړیدي. خو جنرال پیټرویس وایي چې د پاکستان پوځ تر دې زیاته وسه نلري.

"د شک نه پرته ستونزه دا ده چې د پاکستان حکومت دومره امکانات نلري چې د پوځ ملاتړ وکړي. او پوځ هم زیات امکانات په لاس کې نلري. د بیارغولو او د عملیاتو د بل پړاو لپاره د چمتوالي لپاره امکاناتو ته ضرورت شته. او د پاکستان حکومت اوس د پوځ سره په همدې اړه خبرې کوي".

جنرال پیټرویس وایي که پاکستان دا وغواړي چې باید پوځ یې نور عملیات وکړي نو هغه هیواد باید چې د محلي مشرانو سره یو تړون وکړي چې له مخې به یې محلي مشران تروریستان د خپلو سیمو نه وباسي.

"د پاکستان حکومت غواړي داسې لارې چارې پیدا کاندي چې د محلي مشرانو سره ځیني تړونونه وکړي او یو شمیر سیمې په هغوي باندې وساتي. دا به هغه شان تړونونه نه وي لکه د طالبانو د مشرانو سره چې شوي وو. خو زه فکر کوم چې پاکستان غواړي همداسې یو ګام پورته کړي".

د قومي مشرانو سره دا شان تړونونو پخوا هم برعکس نتیجې لرلې، د پخوانیو تړونونو له وجې په سیمه کې د القاعده شبکې او طالبانو ته دا ذمینه مساعده شوه چې هلته د پټیدو خوندي ځایونه جوړ کاندي. خو جنرال پیټرویس وایي چې د امریکا متحده ایالات به د د دغو نوو تړونونو سره اختلاف ونلري خو پدې شرط چې د هغو قومي مشرانو سره ونشي چې د تروریستي ډلو سره یې لاس درلود.

جنرال پیټرویس همدارنګه وایي دا ډیره مهمه ده چې امریکا دا ژمنه وکړي چې د پاکستان سره به د اوږدې مودې لپاره په ګډه کار کوي او هغه هیواد ته به د یوه با اعتباره ملګري په سترګه ګوري. جنرال پیټرویس وایي چې پخوا دا کار همشته نه کیده. د امریکا د دفاع وزیر رابرت ګیټس اسلام آباد ته د خپل سفر په دوران عینې موضوع ته اشاره کړې وه.

"مونږ د ډیرې پخوا نه ملګري یو او هوډ لرو چې په راتلونکې کې به هم د زیاتې مودې لپاره ملګري پاتي شو. دا زما اصلي پیغام دی چې ما د ځانه سره دلته راوړی وو".

د دفاع وزیر رابرت ګیټس وایي د پاکستان او امریکا د مشرانو تر منځ د اړیکو په اړه خوښ دی. هغه وایي تروریزم پر ضد د ګډې جګړې نه هم خوښ دی ځکه چې تندلاري د دواړو هیوادونو لپاره یو ستر ګواښ دی.

د امریکا متحده ایالات د زیاتې مودې راپدیخوا پاکستان دیته هڅوي چې د افغانستان پولې ته نږدې د طالبانو او القاعده شبکې د غړو پر ضد اقدامات وکړي او هغوي وځپي. خو د پاکستان لوړرتبه نظامي چاروکو د پنجشنبې په ورځ وویل چې پوځ باید لومړی د خپلو وروستو کامیابیو په اړه غور وکړي او وروسته بیا د نورو عملیاتو په اړه فکر وکړي.

XS
SM
MD
LG