د لاس رسي وړ اتصالات

کرزئ  په طالبانو بیا د جنگ بندولو غږ کړیدی


د افغانستان جمهور ریس حامد کرزی یو ځل بیا په یاغی طالبانو باندی غږ کړی چی د جنگ نه لاس واخلی او د افغانستان اساسی قانون ومنی.

ښاغلی کرزی نن په کابل کی په یوه خبری کنفرانس کی د طالبانو نه وغوښتل چی د سولی لپاره هلی ځلی وکړی.

جمهور ریس دری ورځی وروسته له هغه دا خبری وکړی چی هغه او لویدیځو ملکونو په دی باندی موافقه وکړه چی داسی یو هر اړخیز پروگرام جوړ کړی چی پخوانیو طالبانو ته د تشدد د غندلو او د جگړی نه د لاس اخیستو په خاطر کار او کور ورکړل شی.

ښاغلی کرزی وویل چی ډیر ژر به یوه لویه جرگه راوبولی او د روغی جوړی هڅی به پکی وڅیړل شی.

هغه زیاته کړه چی د روغی جوړی په دی بهیر کی به القاعده شامله نه وی.

طالبانو تل ویلی چی د هر ډول خبرو مخکی باید خارجی قواوی د افغانستان نه ووځی.

جمهور ریس کرزی وویل چی دا ډول غوښتنه واقعبینانه نه ده .

هغه زیاته کړه چی ناتو او امریکایی قواووی افغانستان ته راغلی چی د تروریزم پرخلاف وجنگیږی، او دوی به تر هغه جنگیږی تر څو دی هدف ته نه وی رسیدلي.

په یو بل خبر کی راغلی چی د افغانستان پوځی چارواکیو ویلی چی پرون د ارزگان د ولایت د چوړی په ولسوالی کی د سړک د غاړی د بم په چاودنه کی د هغوی دوه عسکر ووژل شول او دری نور زخمی شول

XS
SM
MD
LG